د چبن بهرنیو چارو وزارت کابل کې د تېر اګېسټ پر ۲۹ مه نېټه پر ملکي خلکو د امریکا هوایي برید غندلی او په دې تړاو د امریکایي چارواکو خبرې یې ملنډې او د بشري حقونو ښکاره نقض یاد کړی.
امریکا پرون وویل، چې د اګېسټ د ۲۹ مې هوایي برید، د استخباراتي معلوماتو د نیمګړتیا او د همغږۍ نشتوالي له کبله شوی او جنګي قوانین یې پهکې نه دي نقض کړي.
د کابل ۱۵ مه ناحیه کې د تېر اګېسټ په ۲۹ مه نېټه د امریکا هوايي برید کې د اوو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي کسان ووژل شول.
اوس د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي:"د افغانانو ژوند مهم دی. موږ له امریکا غواړو چې د افغان وګړو او حقونو ته یې درناوی وکړي او د برید ترسره کوونکو ته دې سزا ورکړي. د قربانیانو کورنۍ ته دې غرامت ورکړي."
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي، چې امریکا په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې له اتو سو زرو زیات کسان وژلي چې له منځه یې ۳۳۵ زره ملکي کسان دي.
په ورته وخت کې اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې غواړي چې افغانستان کې خپل تېر ۲۰ کلن حضور ارزیابي کړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي:"له قانوني، حقوقي او بشري حقونو له اړخه دا یوه لویه پروسه ده چې نړۍواله ټولنه یې باید ارزونه کړي."
له دې ټولو سره امریکا په ځلونو چین تورن کړی چې اویغور مسلمانانو سره یې داسې چلن کړی چې بشري حقونه یې پهکې نقض کړي.
په دې اړه مو اندونه