Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

متقي: د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د منځګړي رول لرو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي دي چې اسلامي امارت له پاکستان حکومت او د پاکستان د طالبانو تحریک ترمنځ د خبرو اترو کې د منځګړي رول لري او هیله لري چې دغه خبرې اترې مثبته پایله ولري.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اسلام اباد ته د خپل وروستي سفر په څنډه کې له ځايي رسنۍ ''خیبرنيوز'' سره په مرکه کې د افغانستان او سیمې د مسايلو په هکله غږېدلی چې د خبرو ډېر تمرکز يې له نړیوالو ټولنې او د سیمې هېوادونو سره د ښو اړيکو جوړولو پر هیله راڅرخي.

د نورو طالب مشرانو په څېر، اميرخان متقي هم په دې مرکه کې داعش د افغانستان لپاره جدي ګواښ نه بولي او يادونه کوي، چې د دې ډلې پر وړاندې يې جدي اقدامات کړي او د فعالیتونو مخه يې ورته نېوله ده.

متقي هم‌زمان وايي، اسلامي امارت د افغانستان د اړتیا مطابق د پوځ پر جوړولو بوخت دی، چې په تشکيلاتو کې به يې د ده په وينا ژمن کسان او د پخواني حکومت پوځيان هم شامل وي.

امیرخان متقي په دې هکله وویل:«کله چې په افغانستان کې جګړه نه وي، دښمني نه وي، یوې وړې او کوچنۍ اردو ته اړتیا لرو. هڅه کوو چې هېواد او اسلام ته ژمن او وفاداره خلک، که هغه په مخکنیي حکومت کې کار کړی وي یا په نوي حکومت کې، هغوی راټول کړو او یوه اردو جوړه کړو.»

متقي پر دې سربېره له بي بي سي اردو سره هم په مرکه د افغانستان او سیمې پر مسايلو غږېدلی او له هند سره د کابل د اړيکو څرنګوالي په هکله يې د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې، د هند په ګډون له سیمې او نړۍ سره د مثبتو او بې‌پرې اړيکو د جوړولو پالیسي لري.

ښاغلي متقي وویل:«د افغانستان د اوسني حکومت پالیسي دا ده چې له نړۍ سره زموږ هېڅ ډول ټکر نه وي. زموږ سفارتي او نورې رابطې په ښو اړيکو راڅرخي. نه غواړو چې  له نړۍ سره کوم ټکر يا داسې ننګونې ولرو چې زموږ قوم ترې اغېزمن شي. موږ د مسکو کنفرانس کې د پاکستان، هند او نورو هېوادونو استازو سره ولېدل او هغوی سره مو مثبتې خبرې درلودې.»

متقي په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي چې له ګڼ شمېر هېوادونو سره يې اړیکې او راشه درشه مثبت لوري ته روانه ده او هيله لري چې له نړۍ سره متقابل مثبت تعامل ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه