Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو درې میاشتو کې ټول هېواد کې ۵۰سلنه ښوونیز مرکزونه تړل شوي

د خصوصي ښوونیزو مرکزونو ټولنه وايي چې د تېرو وروستیو درې میاشتو په لړ کې په ټول هېواد کې پنځوس سلنه ښوونیز مرکزونه د بېلابېلو لاملونو له امله له هغې ډلې د درس ویلو لپاره د انګېزې نشتوالي او د مالیې او کرایې د ورکړې د څرنګوالي له امله تړل شوي دي.

د افغانستان د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د ټولنې عمومي رییس سنجر خالد وايي:«هغه بدلونونه چې په افغانستان کې راغلل د دې لامل شول چې د څلوېښت تر پنځوس سلنه ښوونیز مرکزونه وتړل شي. د زده کوونکو کمښت او د انګېزې نشتون له اصلي لاملونو دي.»

بلخوا ځينو زده کوونکو طلوع نیوز ته وايي چې د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل والی د دې لامل شوی دی چې د کانکور د ازموینې لپاره چمتووالي ته یې لېوالتیا کمه شي.

شبانه جبیب یار د دولسم ټولګي زده کوونکې ده. دې سره له اوسه د کانکور ازموینې لپاره خپلو درسونو ته زور ورکړی دی. هغه وايي ډاډه نه ده چې، د ۱۴۰۰ کال په کانکور ازموینه کې به ګډون وکړای شي که نه؛ خو بیا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

شبانه وايي:«لاهم هیلې شته، ښايي درس وویلای شوو او په راتلوونکي کې ځان جوړ کړو او هېواد ته خدمت وکړو.»

داسې زده کوونکې هم شته چې، د نجونو د متوسطو او لیسو د تړل پاتې کېدو او بې وزلیو له امله یې د زده کړو بهیر ته شا کړې ده.

د دولستم ټولګي زده کوونکې ناجیه سروري ده هغه په دې هکله څرګندوي:«هغه انګېزه مې چې لرله، اوس یې نه لرم. فکر مې کاوه ایا راتلوونکی کال کولای شم چې په ازموینه کې ګډون وکړم؟ ایا نجونې بېرته ښوونځي ته تلای شي که نه؟ دا ټول د دې لامل شول چې نور ښوونیزو مرکزونو ته ولاړه نه شم او درس ته دوام ورنه کړم.»

په کابل کې د یوه ښوونیز مرکز مسوول وايي، د تېر پرتله اوس د کانکور چمتووالي په ټولګیو کې د زده کوونکو کچه ۶۰ سلنه راکمه شوې ده.

د ظهور ښوونیز مرکز مسوول مدیر محمد عارف جمال وايي:«کله چې جمهوریت سقوط وکړ او اسلامي امارت راغلی، زده کوونکي کم شول، په ځانګړې توګه ښځينه برخه، او د کانکور د چمتووالي له پنځو ټایمونو اوس یوازې دوه ټولګي پاتې دي.»

د تېر کال کانکور ازموینه د ۲۰۰ زرو زده کوونکو په ګډون په شپږو پړاونو کې ترسره شوه؛ خو سږکال سره له دې چې، په ډېریو ولایتونو کې د نجونو متوسطې او لیسې تړلې دي؛ خو بیا هم لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې د ترسره کولو په تړاو د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه