Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د محمد اعظم رهنورد زریاب لومړی تلین

نن د لیندۍ ۲۰مه د هېواد د مشهور او نامتو داستان لیکوونکي محمد اعظم رهنورد زریاب له لومړي تلین سره برابر دی.

رهنورد زریاب د افغانستان له معاصرو، ژېژندل شویو او زیارکښو لیکوالانو څخه وو چې له هغه په لسګونه ادبي اثار پاتې دي. هغه د خپل عمر په وروستیو کلونو کې په طلوع نیوز کې د سمونګر په توګه کار کاوه.

رهنورد زریاب تېره کال د لیندۍ په ۲۰مه د کورونا ویروس له امله د ۷۷ کلنۍ په عمر ومړ،  ځينې فرنګپال د هغه مړینه یوه ستره تشه ګڼي

محمد اعظم رهنور زریاب په ۱۳۲۳ هجري لمریز کال کې په کابل سترګې دې نړۍ ته پرانېستې. خپلې لومړنۍ زده کړې یې د کابل په حبیبیې لېسې کې کړي او د کابل پوهنتون په ژورنالیزم څانګه کې یې لېسانس درلود او ماستري یې هم له برېټانیې راوړې وه.
هغه پر انګلیسي ژبې بشپړ تسلط درلود او په فلسفې، روان پوهنې، ټولنپوهنې او فرانسوي ژبه هم مطالعات درلودل.

شاعر او لیکوال جاوېد فرهاد په دې هکله وايي:«نن د رهنورد رزیاب هغه لیکوال چې له ښکلا او بې سارې بڼه یې لیکل او په فارسي ژبه مسلط و، د مړینې د تلین په درشل کې یوو. رهنورد زریاب د لیکوالۍ په ځانګړتیا په سمه توګه پوهېده.»

رهنورد زریاب په ۱۳۷۰ کال کې فرانسې ته کډوال شو؛ خو په کابل کې د مجاهدینو له بریا وروسته بېرته کابل ته راستون شو او د یوې مودې لپاره یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سلاکار په توګه هم کار وکړ او تر هغې وروسته یې په موبي ګروپ خپله دنده پیل کړه.

نوموړی د تېر کال د لیندۍ په شلمه د کووېډ۱۹ ناروغۍ له امله د ۷۷ کلو په عمر په کابل کې د سردار محمد داوود خان په روغتون کې ساه ورکړه.

شاعر او لیکوال محمد اسحاق فایز وايي:«کله چې هغه ناروغ شو، د افغانستان د فرهنګي ټولنې په استازیتوب د وخت د ولسمشر لومړي مرستیال ته لیک ولیکل شو، ترڅو افغان دولت لورینه وکړي او هغه د درملنې لپاره هند ته ولېږي، خو دغه لیک ته هېڅ ډول پاملرنه ونه شوه.»

رهنور زریاب له افغانستان سربېره په تاجیکستان او ایران کې هم مینه وال لري او ځينو اثارو یې په ملي او نړۍوالو کچه جایزې هم اخیستې دي.

د رهنورد زریاب یو شمېر آثار چاپ او ځينې یې لا په نیمايي کې ترې پاتې شول. له هغه مېرمن او ۳ لوڼې پاتې دي.

ګلنار او ایینه، ، شهر طلسم شده، مردی که سایه‌اش ترکش کرد، چار ګرد قلا ګشتم، شورشي که آدمي زاده‌ګکان و جان‌ورکان برپا کردند، قلندرنامه، کاکه شش پر، دختر شاه پریان، دروېش پنجم و سکه‌یی که سلیمان یافت، د ښاغلي زریاب مشهور اثار دي.

راز های دایه پیر، و سرانجام آقای سحر خیز بیدار می‌شود، و زن بدخشانی د محمد اعظم رهنورد زریاب له نیمګړو پاتې شویو اثارو څخه دي.
 
د محمد اعظم رهنورد زریاب لومړی تلین

رهنورد زریاب د تېر کال د لیندۍ په شلمه د کووېډ۱۹ ناروغۍ له امله د ۷۷ کلو په عمر په کابل کې د سردار محمد داوود خان په روغتون کې ساه ورکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه