Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

متقي: کمزوری افغان حکومت د هېچا په ګټه نه‌دی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، اسلامي امارت له امریکا متحده ایالاتو او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او زیاتوي، د اسلامي امارت پر وړاندې بندیزونه یوه تېروتنه ده.

نوموړي له اسوشیټېډ سره د خبرو پر مهال ویلي نړۍ ته یې دا په ډاګه کړې چې له امریکا او ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او په وینا یې د اسلامي امارت پر خلاف بندیزونه د ناکامو تجربو تکرار دی چې هېڅ ګټه به و نه‌لري.

په افغانستان کې د بشري ناورین او کړکېچن اقتصادي وضعیت ته په اشارې نوموړي زیاته کړې، "په افغانستان کې بې‌ثباتي د هېچا په ګټه نه‌ده" او په خبره یې اسلامي امارت هڅه کوي داسې افغانستان جوړ کړي چې په خپلو پښو ودرېږي او د هېچا پر خلاف به نه‌وي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، د لوېدیځو چارواکو او د سیمې ځینو هېوادونو له لورې هغه څرګندونې چې افغانستان کې د داعش ډله او القاعده د راپورته کېدو په حال کې ده؛ ناسمې دي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مک‌کنزي په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د داعش وسله‌واله ډله او القاعده شبکه د خپلو کسانو په راټولولو بوخت دي.

ښاغلي متقي د نوموړي څرګندونو په ځواب کې اسوشېټېډ ته زیاته کړې: «که مک‌کنزي څه ثبوت درلوده او یا لري یې؛ نو وړاندې کړی به یې و. زه په ډاډه سره وایم چې دا بې‌بنسټه ادعاوې دي.»

ښاغلي متقي همداراز زیاته کړې، اسلامي امارت هم له امریکا متحده ایالاتو غوښتنه کوي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري، اختلافات پای‌ته ورسوي او د کابل او واشنګټن تر منځ واټن رالنډ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه