د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته د اسلامي امارت له بلنې خبر ورکوي او وآيي چې په دغې ناسته کې به د بهرنیو چارو سرپرست ګډون وکړي.
دا غونډه به په را روانې اوونۍ کې د اسلام آباد په کوربتوب جوړه شي.
د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېزیکو مطالعاتو د مرکز رییس ولي الله شاهین وايي:«مالي وضعیت، بانکونه او له نړۍ سره د افغانسان د اړیکو نورمال کېدل به د دغې غونډې موضوعګانې وي او موږ د بهرنیو چارو وزارت په توګه په هغه کې ونډه ولرو.»
بل خوا پاکستاني رسنیو خبرورکړی دی، چې دې غونډې ته د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو پر وزیرانو سربېره، د امریکا، روسیې، چین، برېټانیا، اروپایي ټولنې، نړۍوال بانک او مرستندویو بنسټونو استازي هم بلل شوي دي.
خو پاکستان د دې غونډې په کوربتوب سره د څه په لټه کې دی؟
پاکستانی خبریال طاهرخان وايي:«پاکستان له هغو هېوادونو چې پیسې لري غواړي چې له افغانستان سره مرسته وکړي او په افغانستا ن کې له اقتصادي ناورین مخنیوی وکړي.»
بل خوا یو شمېر سیاستوال د اسلام آباد غونډه د افغانستان لپاره ګټوره ګڼي.
د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«ډېری اسلامي هېوادونه له افغانستان سره اړیکې نه لري، زه هیله من یم چې دغه هېوادونه خپلې اړیکې را ژوندۍ کړي او د افغانستان په پېژندنه کې په ډله ییزه توګه پرېکړه وکړي.»
وخت به دا څرګنده کړي چې دا غونډه د افغانستان لپاره څومره ګټوره تمامېږي.
په دې اړه مو اندونه