Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رسمیت پېژندلو په تړاو د امیرخان متقي څرګندونې؛ نړۍ مشخص تعریف نه‌لري

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن (سې‌شنبې، د زمري په ۳۱مه) ملت ته د دولت د حساب ورکړې د پروګرام په لړ کې وايي چې نړۍ د رسمیت پېژندنې او ټول‌ګډونه حکومت په اړه مشخص تعریف نه لري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ویلي چې اسلامي امارت په سیمه کې د بې‌ثباتۍ له سیاسته ملاتړ نه کوي او د دې په هڅه کې دی څو ځينې هغه ستونزې چې له ګاونډیو هېوادونو سره رامنځته شوي د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د ښاغلي متقي په وینا، اسلامي امارت اوس له څه باندې ۱۰ هېوادنو سره رسمي تعامل لري چې دا مسئله هم د رسمیت پېژندلو په معنا ده.
 
امیر خان متقي ویلي:«د نړۍ یوه هېواد هم داسې نشته چې د همدغو شرایطو په خاطر په رسمیت پېژندل شوی وي او د همدغو شرایطو په خاطر رسمیت ترې اخیستل شوی وی. نو دې ته بهانې ویلی شو، دا چې څوک د افغانستان په اړه څه وايي یا څه څرګندونې کوي، د دنیا یوه هېواد هم داسې نشته چې هغه دې رقابت ونه‌لري.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي، د ستونزو د حل لپاره باید د خبرو اترو لار غوره شي او اسلامي امارت په سیمه کې بې ثباتي د افغانستان په ګټه نه بولي.
 
متقي وايي، اسلامي امارت د پاکستان د ستونزو د حل په موخه هم د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي څرګندوي:«موږ له پاکستان سره په دوو برخو کې موږ همکاري کړې ده، لومړی دا چې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي، د دواړو په خوښه باندې موږ د دوی ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب کړی، سهولت مو ورته برابرکړی، متعدادې ناستې یې کړي، خبرې یې کړي دي او په خبرو کې تر ډېره حده پرمختګ هم شوی و؛ خو دا چې په پاکستان کې نظام بدل شو، یا هر څه چې نور پېښ شول، د دوی داخلي موضوع ده، هغه خبرې انتها ته ونه رسېدې، پرمختګ په کې وشوو، دا زموږ یوه همکاري وه.»

امیر خان متقي د هېواد د ښه امنیت په تړاو وايي، تېر کال زرګونو بهرنیو وګړو د افغانستان له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې چې دا د ښه امنیت د ټینګښت ښکارندوي کوي.

ښاغلي متقي وویل:«تېر کال ۷۰ زره کسانو چې په هغې ۱۰ زره یوازې د اورپايي هېوادونو وګړي دي دغه کسان افغانستان ته راغلي او بېرته تللي دي او چېرته مو د یوه کس هم وا نه‌ورېدل چې کوم زیان ورته رسېدلی وي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بیا په هېواد کې د وسله وال مخالفت د نه ملاتړ په برخه کې د نړۍ ډاډګیرنه هم وستایله.

ملت ته د دولت د حساب ورکولو په دغه پروګرام کې د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو رییس بیا هېواد ته د ګاونډیو هېوادونو له بندخونو د ۳۵۰۰ هېوادوالو د را لېږدولو خبر هم ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه