Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سپینه ماڼۍ: د افغانستان د پیسو د ازادولو لپاره کوم پروګرام نشته

سپینې ماڼۍ تېره ورځ ویلي دي چې تراوسه د افغانستان د هغو پیسو د ازادولو لپاره چې په بهرنیو بانکونو کې کنګل کړل شوې دي، کوم پروګرام تر لاس لاندې نه لري.

دا په داسې حال کې دی چې د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته، د افغانستان د مرکزي بانک څه باندې ۱۰ مېلیارد ډالر د امریکا متحده ایالاتو له خوا کنګل شوې دي. د دغو پیسو ډېری برخه د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له اسوشیټډ پرس خبري ازانس سره په مرکه کې له امریکې او د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي دي چې د افغانستان په مېلیاردونو کنګل شوي ډالر ازاد کړي. ښاغلي متقي ټينګار کړی دی چې د افغانستان د نوي حکومت بې ثباتي او کمزورتیا د هېچا په ګټه نه دي.

د سپنې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د متقي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې د افغانستان د پیسو ازادولو مسله پېچلې ده او ځينې لاملونه دي چې دغو پیسو ته یې لاسرسی محدود کړی دی.

جن ساکي تېره ورځ په یوې خبري ناسته کړې وویل:«ځينې دلایل شتون لري چې ولې دغه زېرمې ولې له لاسرسۍ لېرې پاتې دي.»

هغه زیاته کړه یو له دغو دلیلونونه د سپټمبر د ۱۱مې د قربانیانو حقوقي دعوه ده.

نوموړي څرګنده کړه:«حقوقي دعوا له پامه نه شو غورځولی. دا مسله د دې لامل شوی چې د پیسو لېږد د روان کال تر پایه او احمتالاً زیات وخت ونیسي.»

ساکي همدارنګه وايي چې امریکا هڅه کوي چې د افغانستان خلکو ته د دغو پیسو د لېږد لار پيدا کړي، خو اسلامي امارت هغې ته لاسرسۍ پيدا نه کړي.

اغلې ساکي زیاتوي:«امریکا په دې برخه کې له بنسټیزو پوښتنو سره دا چې څه ډول دغه پیسې په نېغه توګه د افغانستان خلکو لاسرسۍ ته وسپارل شي او د طالبانو له لاسرسي یې مخنیوی وشي، مخامخ دي.»

د سپينې ماڼۍ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په بې مخینې توګه کمښت موندلی دی. د افغانیو د ارزښت کمښت او د ډالرو لوړېدل د دې لامل شوي دي چې په هېواد کې د خوراکي او ارتزاقي توکو بیې هم لوړې شي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امریکا د اګسټ له ۳۱ تر اوسه ۴۷۹ امریکايي وګړي او ۴۵۰ تنه نور چې په امریکا کې د ژوند کولو قانوني اسناد درلودل له افغانستانه اېستلي دي.

ورته مهال، د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې د کابل د هوايي برید په تړاو چې په هغه کې د اوو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول، په برید کې د امریکايي پوځیانو دخیل څوک به مجازات نه شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه