Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان نجونو د زده کړو په تړاو د عمران خان څرګندونو ته غبرګونونه

په افغانستان کې د داعش د پټن ځای او نجونو د زده کړو په هکله د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخ شوې دي.

عمران خان د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په هکله وویل چې نړۍواله ټولنه تر ټولو لومړی باید د افغانستان د خلکو کلتور او غوښتنې ته درناوی وکړي.

هغه همدارنګه وویل چې داعش په افغانستان کې د پاکستان لپاره یو ګواښ دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې د عمران خان څرګندونې له سپکاوي ډکې نه دي. ښاغلي متقي له پاکستانه د راتګ پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل:«هلته غونډه وه او هر چا خپل نظر څرګندو او هر څوک د خپل نظر مسوولیت لري. مهم خبر دا و چې عمران خان د افغانستان پر مخکینیو حکومتونو نیوکه وکړه.»
 
بلخوا د هېواد ځينې سیاستوال او د خواله رسنیو کارونکي د خان څرګندونو ته توند غبرګونونه ښودلي دي.
     
د ښځو د حقونو فعاله حمیرا فرهنګیار څرګندوي:«ښځې په بشپړه توګه د دوکتورا، ماسترۍ، او لېسانس تر کچې زده کړې لري. هغه سیمې چې دوی تر پوښښ لاندې راوستي دي، خلک حتا حاضر دي خپلې ځمکې د ښوونځي د جوړولو لپاره ورکړي.»

بل خوا پخواني ولسمشر حامد کرزی د عمران خان دغه خبرې ناسمې ګڼې او وایي چې په حقیقت کې له لومړي سره د داعش ګواښ له پاکستانه افغانستان ته پېښ شوی دی. نوموړي د پاکستان له حکومت نه غوښتي دي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

بل خوا امرالله صالح د عمران خان دا خبرې نفاق اچوونکې بللي او پر وړاندې یې د درېدو لپاره خلک وېښتیا ته رابللي دي.

د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:«د نجونو زده کړې د افغانستان لپاره نوې خبر نه ده. موږ د پاکستان له زېږون مخکې د نجونو ښوونځي لرل. دا هېواد یو لرغونی او تاریخي هېواد دی.»

اخوا د پاکستان په پښتونخوا کې د افراسیاب خټک او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په څېر وتلو سیاستوالو د افغان نجونو د زده کړو په تړاو د عمران خان وروستۍ څرګندونې غندلې دي او ویلي یې دي چې افغانانو کله هم نجونې له زده کړو نه دي محرومې کړې.

امرالله صالح د عمران خان دا خبرې نفاق اچوونکې بللي او پر وړاندې یې د درېدو لپاره خلک وېښتیا ته رابللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه