Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د پیسو په تړاو بایډن ته د کانګرس له لیکه د کابل هرکلی

اسلامي امارت، ولسمشر بایډن او د دغه هېواد خزانه دارۍ وزارت ته د امریکا د کانګرس د ځينو غړو له لیکه چې په هغه کې افغانستان کې پر شته ننګونو او پر دغه هېواد د بندیزونو پایلو ته نغوته شوې ده، هرکلی کوي.

د امریکا د کانګرس ۴۶ غړو د دغه هېواد ولسمشر او خزانه دارۍ وزارت ته په یوه لیک کې د افغانستان د بانکي شتمنیو د کنګل پاتې کېدو او د ژمي به درشل کې د افغانانو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو په هکله خپله شدیده اندېښنه څرګنده کړه ده.

د کانګرس غړو په افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو سازمان د موندنو په یادولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې په مېلیونه تنه له قطحۍ سره مخ دي او ۹۵ سلنه افغان کورنۍ د خوړلو لپاره بسندویه خواړه نه لري.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي دي چې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه د ۲۰۲۲ زیږدیز کال تر نیمایي له ۷۲ سلنه ۹۸ سلنې ته لوړ شي.

په لیک کې له ولسمشر بایډن څخه غوښتل شوي دي چې د افغانستان د خصوصي سکټور وړاندیزونو ته له پاملرنې سره د افغانستان پر زېرمو محدودیتونه کم کړي او دغې موضوع ته پاملرنه وکړي.

اسلامي امارت وايي چې د امریکا د کانګرس غړو له دغه اقدامه هرکلی کوي او د افغانستان د پیسو د ازادولو غوښتونکي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن په یوه ټویټ کې لیکلي:«موږ د امریکا د کانګرس له ۴۸ غړو مننه کوو چې کانګرس ته زموږ د پرانیستي لیک په تعقیب، ولسمشر جوبایډن ته سپارښتنه کړې ده چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لیرې کړي او د مرکزي بانک د شتمنیو زېرمې له کنګلي حالته بهر کړي.»

دا په داسې حال کې دی چې د سې شنبې په ورځ په سلګونو تنو په یوه اعراضي حرکت کې د کابل واټونو ته راووتل او د افغانستان د پیسو د ازادولو غوښتونکي شول. لاریون والو په افغانستان کې بې وزلۍ او نادارۍ ته په نغوتې وویل چې د افغانستان د پیسو ازادول به په افغانستان کې د بشري وضعیت له ښه والي سره مرسته وکړي.

په هېواد کې د جمهوریت نظام له پاشل کېدو سره هم مهاله، د افغانستان په مېلیاردونه ډالره چې په بهرنیو بانکونو کې وو، بندې شوې، د افغانستان اقتصادي نظام زیان ولید او بانکي نظام هم له ځوړ سره مخامخ شو.
 
د امریکا د کانګرس څه باندې څلوېښتو غړو له ولسمشر بایډن غوښتي دي چې د افغانستان د پیسو زېرمو ته د لاسرسي محدویتونونه کم کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه