Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوداګر، اماراتو ته د هوايي ډګرونو د مدیریت د سپارلو غوښتونکي دي

قطر او ترکیې ته د کابل د هوایي ډګر او د هېواد د نورو هوایي ډګرونو د مدیریت سپارلو په درشل کې، ځينې پانګوال او سوداګر له اسلامي امارته غواړي چې د هېواد د هوايي ډګرونو د مدیریت چارې عربي متحده اماراتو ته وسپاري.

پانګوال او سوداګر، معیاري توب، پوره تجربه، له امریکا او اروپا سره د اماراتو ښې اړیکې او په اماراتو کې د سوداګرو پراخ حضور اماراتو ته د هېواد د هوایي ډګرونو د ادارې د سپارلو لپاره تر ټولو مهم دلایل ګڼي.

په عربي متحده اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس وایي چې د هېواد ګڼو لویو سوداګرو په اماراتو کې ۱۰ مېلیارده ډالره پانګونه کړې ده. او په دغه هېواد کې ۲۰۰ زره هېوادوال په کار او بار بوخت دي.
         
په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس عبیدالله صدرخېل وویل:«هغه افغانان چې دلته ژوند کوي ډېره مهمه ده دا تړون باید اماراتو ته ورکړل شي. داسې سوداګر دي چې سهار الوتنه کوي او غرمه الوتنه کوي، د شپې بېرته راځي. که چېرې د افغانستان او اماراتو ترمنځ الوتنې بندې شي، د سوداګرو تګ راتګ هم بندېږي او دغو سوداګرو په افغانستان کې دندې رامنځته کړې دي.»

په بهر کې یو شمېر افغان سوداګر وایي چې د مخکیني نظام تر سقوط مخکې په ورځ کې له کابل نه دوبۍ ته ترلسو ډېرې الوتنې کېدلې. د دغو سوداګرو په وینا اماراتو ته د هېواد د هوایي ډګرو د مدیریت سپارل کېدل به د هېواد ناخالص کورني عواید زیات کړي.
 
سوداګر فرید روحاني په دې هکله وايي:«له اسلامي امارتو زموږ غوښتنه دا ده چې د هېواد هوايي ډګرونه عربي متحده اماراتو ته ورکړي او دا به د هېواد پرمختګ ته لار هواره کړي.»

د هوایي چلن برخې یو شمېر کارپوهان له اسلامي امارته غواړي چې د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د هېواد د هوایي ډګرونو د خدمتونو د وړاندې کولو تړون یوه مناسب شرکت ته وسپاري.
     
د ټرانسپورټ وزارت پخوانی مرستیال امام محمد وریماچ څرګنده کړه:«نړۍوال معیارونه، تړونونه او نور نزاکتونه هم په پام کې ونیسي چې افغانستان وکړای شي په راتلوونکي کې له همدې لارې د هوايي چلن په برخه کې ښه خدمات وړاندې او په دې برخه کې د هېواد عواید لوړ شي.»
   
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود هم وویل:«د ترکیې او قطر انتخاب، په دغو ډګرونو کې به دوه هېوادونه مېشت شي، په حقیقت کې دا یو سیاسي او امنیتي حرکت دی، په حقیقت کې د روسي، منځنۍ اسیا، ناټو، امریکا او لوېدیځو د ځواکونو یو ډول نږدې کېدل څرګندوي. فکر کوم دا کار ارزول شوی او شوی، په داسې حال کې چې دوبۍ له اقتصادي پلوه زموږ په ګټه نه ده.»

تر دې وړاندې د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت ویلي دي چې تر اوسه د هېواد د هوایي ډګرونو د مدیریت سپارلو په برخه کې له کوم شرکت سره موافقه نه ده شوې او اسلامي امارت به د هېواد د ملي ګټو په رڼا کې دغه تړون له یوه نړۍوال شرکت سره لاسلیک کړي.
 
د ترکیې آناتولي خبرې آژانس خبر ورکړی دی چې ترکیه او قطر له اسلامي امارت سره د افغانستان د هوایي ډګرونو د مدیریت په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي او دغه دواړه هېوادونه به د کابل هوایي ډګر او د افغانستان څلور نور هوایي ډګرونه په ګډه اداره کړي؛ خو ټرانسپورټ وزارت دغه خبر رد کړی دی.

په اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا د معلوماتو له مخې، اوس مهال په دغه هېواد کې تر دوه سوه زرو زیات افغانان پر کار بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه