د اسلامي امارت یو جګپوړی چارواکی وايي افغانان باید له تېر څخه زده کړي چې د جګړې د ډګرونو په څېر د سیاست په ډګرونو کې هم بریالي شي.
ښاغلي حقاني دغه څرګندونې په لوګر ولایت کې د مرغومې د شپږمې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې کړې دي.
د اسلامي امارت جګپوړی غړی انس حقاني وايي:«هر وخت غازیانو فتحه او بریا رامنځته کړې ده او دغو خلکو ته یې خپلواکي او ازاده ګي په برخه کړې ده؛ خو له بده مرغه د سیاست په ډګر کې ناکام شوي دي، ځواک د هغو کسانو په لاس کې لوېدلی چې غلامان او پردي دي.»
بل خوا انس حقاني ټينګار وکړ هغه کسان چې په ځان کړې وړتیا نه ویني، د مسلمانانو حقوق تر پښو لاندې کوي خپل ځای نورو ته پرېږدي.
هغه وویل:«یو څوک چې پوهېږي زه د دغه کار وړ یم، باید خپلې کسیزې خوښتنو ته ترجیح ورنه کړي. هلته د مسلمانانو حقوق تلف نه کړي او ملي او اسلامي ګټو ته وګوري. په اسلام کې مشرتابه او مسوولیت د چا حق نه دی، دا دنیوي او اخروي امانت دی چې د وړو کسانو ته ورکول کېږي.»
دی د اسلامي امارت له ځواکونو غواړي چې له ټولو خلکو او ان بندیانو سره ښه چلند وکړي او عمومي بښنې ته ژمن پاتې شي.
ورته مهال د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال وايي هغو افغانانو چې هېواد پرېښی دی، بېرته دې راستانه شي او د هېواد په بیارغونې کې ده ونډه واخلي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی زیاتوي:«هره حالت چې په خلکو راغلی دی د بې اتفاقۍ له امله دی او دا چې موږ په خپل منځ کې بې اتفاقه واوسوو. لکه د ثور ۷مه او ۲۰۰۱»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پرون هم له نړۍ سره تعامل یوه اړتیا وبلله او ورسره جوخت یې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
په دې اړه مو اندونه