Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا د افغان نجونو او ښځو په چارو کې ځانګړې استازې ګوماري

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه مخینه او تجربه لرونکي ډپيلماتان د افغان نجونو او ښځو وضعیت ته د رسېدنې په وګومارل شي.

د ان بي سي خبري شبکې رپوټ ورکړی چې یو له دغو ډیپلماټانو د افغان مېرمنو او نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه ګومارل کېږي او دویم ډپيلماټ به له افغان مېرمنو او نجونو سره د مرستې لپاره د لوړپوړي سلاکار په توګه کار وکړي.

ان بي سي رپوټ ورکړی چې دغه دوه ډپيلماټان به نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له خوا معرفي شي.

په رپوټ کې راغلي دي چې رینا انوري د استازې او سټېفني فوسټر به د سلاکار په توګه وګومارل شي.

مېرمن انوري د بارک اوباما په اداره کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه کار کړی دی. هغې همدارنګه یوه موده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر د سیاسي ډلې د غړې په توګه کار کړی دی. فوسټر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو له تجربه لرونکو ډپيلماټانو څخه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه