Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران سفیر: افغانستان کې به پراخ بنسټه حکومت په رسمیت وپېژنو

په کابل کې د ایران سفیر په افغانستان کې نوی حکومت ټول ګډونه نه ګڼي او وايي تهران حاضر نه دی چې په دې بڼه هغه په رسمیت وپېژني.

بهادر امینیان وايي که چېرې کابل د حکومت په جوړښت کې بدلون رامنځته کړي، تهران کولای شي نور هم وهڅوي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

ښاغلي امینیان ده څرګندونې له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي.
        
په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان وايي:«که چېرې یوه ډله راشي او دا ډله د یوه قوم وي او نورو قومونه په حکومت کې شریک نه کړي، دا هم موږ نه شو منلی، له همدې امله د خیر ښېګڼې له لوري د طالبانو مشرانو ته وايوو چې تاسې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړئ.»

ښاغلی امینیان وایي، که چېرې نوی افغان حکومت د ایران له لوري په رسمیت وپېژندل شي، روسیه، چین او د منځنۍ آسیا هېوادونه او ځینې عربي هېوادونه به یې هم په رسمیت وپېژني.

نوموړی خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د اوسنیو اقتصادي ستونزو دوام به هم د ترهګریزو فعالیتونو په تېره بیا د داعش ډلې د فعالیت د پراختیا لامل شي.
 
هغه په دې هکله څرګنده کړه:«که چېرې اقتصادي ستونزې پاتې شي، پایله یې د خلکو کډوال کېدل دي. که چېرې اقتصادي ستونزې پاتې شي، پایله یې د افراطي ډلو او داعش پراختیا ده چې نه یوازې د افغانستان خلکو ته بلکې سیمې ته ګواښ دی.»

خو اسلامي امارت د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په تړاو د ایران د سفیر څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي.
           
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«ایا د ایران کابینه او دولت د هغه تعریف له مخې چې نور یې لري یو دولت یا یوه ټولګډونه کابینه ده؟ هر هېواد د خپلو ملي ګټو پر بنسټ د ټولګډونه حکومت تعریف کوي.»

د عدالت او پراختیا ګوند مشر سید جواد حسیني هم په دې هکله وايي:«دغه ټولګډونه حکومت باید د اصولو او د افغانستان د ملت په غوښتنو ولاړ وي، نه د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنو پر بنسټ.» 

ښاغلی امینیان په ایران کې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی او ناوړه چلن ردوي او وایي چې اوس مهال په ایران کې څلور مېلیونه افغانان اوسېږي چې د ماشومانو لپاره یې د وړیا زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د ایران سفیر دغه راز زیاتوي چې ایران له سیمې نه د امریکا په وتلو سره له واشنګټن نه پر قاسم سلیماني د برید غچ تر یوه بریده اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه