طبعي پېښو ته د رسېدونې په چاره کې د دولت وزارت وايي چې واورې او باران وروستیو اورښتونو د هېواد د لس ولایتونو د مرکزونو لارې یې له ولسوالیو سره تړلې دي او هېوادوالو ته یې زیانونه هم رسولي دي.
په وروستیو څو ورځو کې د هېواد له ۳۰ ډېر ولایتونه د واورې او بارانونو د اورښت شاهدان وو. طبعي پیښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د هېواد په یو شمېر سیمو کې د اورښتونو او واوري ښویېدو له امله د ۹ کسانو وژل کېدل تاییدوي.
طبعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عنایتالله شجاع وايي:«د دغو اورښتونو له امله په ټول هېواد کې ۹ تنه شهیدان شوي دي.»
په ځينو شمالي ولایتونو کي د واورې د اورښت له امله د مرګ ژوبلې تر څنګ په سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د سېلابونو له امله هم خلکو ته د مالي زیان اوښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د کندهار اوسېدونکی عبدالله وايي:«زښته زیاتې ستونزې یې رامنځته کړې دي، کورونه او هټۍ یې ویجاړې کړې دي او موټر یې وړي دي.»
واکس محمد نسیم د کندهار اوسیدونکی
اسلامي امارت وايي، طبعي پېښو ته د رسېدو په موخه يې د عبدالغني ملابرادر په مشرۍ یو کمېسیون جوړ کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني څرګندوي:«د پېښو پر ضد وزارت بیړنۍ حالت اعلان کړی دی، خو باید ووایوو چې دغه وزارت هر ډول پېښو ته د رسېدنې چمتووالی لري.»
بل خوا د فواید عامې وزارت وايي په زیانمن شویو سیمو کې د ترانسپوريي لارو د پرانستلو هڅې روانې دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند حمیدالله مصباح ږتيي:«د حاجي ګک، دشت دیوالي، پنج اب، بازار سیاه لارې تړلې دي، خو د ټولګټو وزارت هلته په شدت سره کار کوي.»
طبعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې د اورښتونو له امله نورستان، زابل نیمروز او کونړ ولایتونو کې د ۴۱ کورونه ویجاړ شوي دي.
په دې اړه مو اندونه