Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پخوانی مرستیال په کابل کې نادرکه شوی

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پخواني مرستیال دین محمد عظیمي کورنۍ ادعا کوي چې ښايي ښاغلی عظیمي د اسلامي امارت ځواکونو له خوا نیول شوی وی.

د هغه د کورنۍ په وینا د پنجشنبې په ورځ له یوې ټلېفوني اړیکې وروسته د کار ځای ته یې وغوښتل شو او له هغه وخته تراوسه نادرکه شوی دی.
 
د دین محمد عظیمي زوی وایي نږدې یوه اوونۍ کېږي چې، د خپل پلار احوال نه لري.

د دین محمد عظیمي زوی معراج الحق عظیمي وايي:«زنګ مې وواهه ټلېفون یې یو بل کس پورته کړ، ومې ویل چې مولوي صاحب چېرته دی؟ وې ویل چې مولوي صاحب سرو کرښو کې لاس وهلی دی او موږ وروسه محاسبه لرو.»

د دین محمد عظیمي وراره ګل محمد عظیمي هم وویل:«دوشنبې په ورځ ۱۰ بجې د کابل ولایت د ملي امنیت عمومي ریاست ته ولاړو، هغوی تایید کړه چې مولوي دین محمد عظیمي دلته دی.»

د دین محمد عظیمي خپلوان له مسوولانو غواړي چې، نوموړی ژر تر ژره خوشې کړي.
 
د دین محمد عظیمي خپلوان عبدالوهاب دانشیار وايي:«موږ د غور خلک له اسلامي امارته غواړو چې عظیمي صاحب هر چېرته دی موږ ته دې ژر تر ژره د هغه د روغتیا خبر راکړي.»

بل خوا اسلامي امارت د ښاغلي عظیمي نیول نه تایید او نه هم ردوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«موږ د معلوماتو په هڅه کې یوو، تراوسه په دې هکله موږ معلومات نه دي ترلاسه کړي. که چېرې په هېواد کې وي د اسلامي امارت له خوا چا ته زیان نه رسېږي بیا هم موږ دغه موضوع تعقیب وو.»

دین محمد عظیمي د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پخوانی مرستیال و، نوموړي د ولسي جرګې د غړي په توګه هم کار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه