Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر دولتي کارکوونکو د برید او ترور په تور د دوو تنو نیول

امنیتي ځواکونو دوه تنه په ټول هېواد په ځانګړې توګه په کابل کې پر دولتي ځواکونو د هدفي بریدونو په تور نیولي دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه دوه تنه د طالب ډلې غړیتوب هم لري.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې له دغو کسانو یو تن یې چې اغا محمد نومېږي. په خپل اعتراف کې ویلي دي چې له ۱۳۹۶ کاله تر ۱۳۹۹ کال پورې د اختطاف په تور په زندان کې و او هلته د طالبانو له یوه غړي قاري فیض الله سره اشنا شو.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه کس ویلي دي چې د طالبانو دغه غړي «له بند څخه تر خلاصون وروسته ورسره اړیکه نیولې او ویلي دي چې د طالب ډلې غړیتوب یې منلی دی او له هغې یې هم غوښتي دي چې له هغه سره یوځای شي او د دولتي کارکوونکو په ترور کې ورسره همکاري وکړي، په ځانګړې توګه د تخار د امنیه قومندان تاج محمد په ترور کې چې د قاري فیض په بندي کېدو کې یې لاس درلود.»

هغه وویل پلان یې درلود چې تخار ته ولاړ شي د پولیسو افسر او نور دولتي کسان تثبیت او ترور کړي خو خپلې موخې ته تر رسېدو مخکې د ملي امنیت له خوا ونیول شو.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې بل نیول شوی کس سمیع الله نومېږي او د طالب ډلې غړیتوب لري.

د خبرپاڼې پر بنسټ دغه کس په کابل کې د څلورو دولتي ځواکونو په ترور کې لاس لرلی دی.

د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې د کابل ښار په قلعه احمد خان کې د پولیسو پر موټر ماین چاودنه، په کارته نو کې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر چاودنه، د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه چې دوه تنه پوځیان په کې په نښه شول او د هېوادوال بلاکونو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر موټر چاودنه شامله ده.  

خبرپاڼه کې راغلی دي چې د امنیتي ځواکونو له خوا دوه نیول شوي کسان، د طالب ډلې غړیتوب لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه