Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: د اطلاعاتو مرکز او امنیتي کمرې بېرته فعالې شوې

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د تېر حکومت له سقوط وروسته د مخابراتو ریاست، ډیټابیس ریاست او نورو ریاستونو په ګډون د دغه وزارت ډېری ادارې غیر فعالې وې، خو اوس تر پنځو میاشتو زیاتې مودې وروسته بېرته فعالې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د مخابراتو او عمومي ټکنالوجۍ رییس انجینر محمد ابراهیم وویل، «په تیرو وختونو کې د دې ډیټا سنټر مدیریت په بشپړه توګه د بهرنیانو له خوا ترسره کیده. چې له فتحې وروسته، د معلوماتو په دې مرکز کې هیڅ شی فعال نه و او ټول سیسټم ویجاړ شوی و."

د معلوماتي ټکنالوجۍ د عمومي ریاست د ساتنې رئیس، انجنیر روح الله خپلواک وویل: " له ورستیو بدلونونو څخه وروسته د ډیټا سنټر په بشپړه توګه وتړل شو. موږ جنراتور او یوپې اس فعال کړل ترڅو خلکو ته پرته له کومې ستونزې د معلوماتو مرکز لاس رسی اسانه کړي." .

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې امنیتي کمرې فعالې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د مخابراتو او عمومي ټکنالوجۍ رئیس انجینر محمد ابراهیم وویل، "دا اداره د کابل ښار په ګډون په ټولو ولایتونو کې زرګونه کمرې لري او د امنیت د تامین په موخه فعالې او نصب شوې دي".

له بلې خوا د هېواد یو شمېر پوځي کارپوهان او وګړي د جنايي جرمونو د کمېدو تر څنګ په پلازمېنه او ولایتونو کې د امنیتي کمرو فعالېدل مهم ګڼي او تمه لري چې د کورنیو چارو وزارت د ډیټابیس او امنیتي کمرو په فعالېدو سره به د امنیتي جرمونو فعالیت کم شي.

د پوځي چارو کارپوه صادق شینواری وايي: "د هېواد پلازمېنې ته د سکینر دروازو فعالېدل که په مسلکي توګه وڅېړل شي او مدیریت شي، د جنايي جرمونو په کموالي او د منع کړشوو توکو د ننوتلو په مخنیوي کې به هم مثبته اغېزه ولري. "

د کابل اوسېدونکی تمیم وايي: "موږ په اسلامي امارت غږ کوو چې دغه امنیتي کمرې فعالې کړي، ځکه چې دا د خلکو د امنیت لپاره ښه ده".

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، پخوا به د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو څانګه یا ډیټا سنټر د بهرنیانو له خوا اداره کېده، چې له امله یې افغانانو ورته لاسرسی نه درلود، خو اوس د کورنیو چارو وزارت کارکوونکي ورته بشپړ لاس رسی لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه