Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پلازمېنه کې د څه باندې ۸۰ زره کمرو نصبول

کورنیو چارو وزارت د څه باندې ۸ زره امنیتي کمرو له نصبولو خبر ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې هغوی توانېدلي د امنیتي کمرو د نصب له لارې په پلازمېنه کې د ډېری جنايي جرمونو مخه ونیسي.

ښاغلی قانع زیاتوي هڅه کوي چې په پلازمېنې او نورو ولایتونو کې  د دغو امنیتي کمرې نصبول هم زیاتوالی ومومي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په مرکز کابل کې کابو څه باندې ۸ زره امنیتي کمرې د مرکز په بېلابېلو برخو کې، له ګڼې ګوڼې ډګې سیمه کې ولګول شيې چې ښه اثر لري ښې ګڼه هم لرلې او د هغه په واسطه توانېدلي یو چې د مرکز په بېلابېلو برخو کې مجرمین په وخت ونیسو یا د ځينو پېښو مخنیوی وکړو. »

یو شمېر هېوادوال د امنیت د لا ټينګښت په موخه په ښارونو کې د امنیتي کمرو نصبول یو ښه اقدام بولي او له اړوندو مسوولینو غواړي چې، دغه کمرې له فعال ساتولو سربېره په جدي توګه وڅاري.
دوی له سرپرست حکومته همداراز غواړي چې، د امنیتي کمرو د نصبولو بهیر ولایتونو ته هم وغځوي.

د کابل اوسېدونکی ولایت خان وايي:«د امنیتي کمرو نصبول په دې شرط چې فعال وي، نه دا چې غیرفعال وي. کله چې غلا کېږي او امنیتي کمره ګورې وايي چې برېښنا نه‌وه»  سید حسین    

د نظامي چارو ځینې شنونکي هم د امنیتي وضعیت د ښه والي او همداراز د جنايي جرمونو د راکمېدو په برخو کې د امنیتي کمرو نصبېدل اغېزناک ګڼي.

د پوځي چارو شنوونکی محمد زلمی افغان یار وايي:«د جنایي جرمونو په څېړنه کې څېړونکو ته ګټور دی او همدارنګه هېوادوالو ته د روح او روان ارزښت رامنځته کوي.»

د امنیتي بنسټونو په وینا، په کابل کې د امنیتي کمرو په نصبولو سره په جنايي پېښو کې کمښت راغلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه