د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد ګواښ کوي هغه کسان چې مخالفت وکړي او په بلوا لاس پورې کړي وبه ځپل شي.
د دفاع وزارت سرپرست چې له لوی درستیز او د ٢٠٩ الفتح قول اردو قومندان سره د فاریاب، جورجان او بلخ امنیتي وضعیت له نږدې و ارزاوه. وايي چې ځينې ډلې په هېواد کط د ناامنۍ په هڅه کې دي خو نوموړي د دغو ډلو نوم یاد نه کړ.
د دفاع وزارت سرپرست خبرداری ورکوي، هر هغه څوک چې د هېواد په هره برخه کې د نظام مخالفت وکړي، وبه ځپل شي.
د دفاع وزارت سرپرست محمد يعقوب مجاهد وايي:«په هر ځای او هر څوک که د چا ورور یا د چا زوی او یا هم د چا قوم وي او یا د هرې ژبط وي، که چېرې د دغه نظام مخالف وي، یعنې زموږ مخالف وي. موږ باید له دغو مخالفانو سره جدي چلن وکړو.»
دی د هېواد د تجزیې لپاره د ځینو هڅو خبره کوي، خو وایي،چې له دا وړ کسانو سره به جدي چلن وشي.
نوموړي زیاته کړه:«د هېواد وېشل او یا هغه کس چې د هېواد د وېش لپاره هڅه کوي او هر کله هغه له هر ولایته او له هرې خوا او د هرې ژبې چې وي زموږ دښمن دی او د هېواد دښمن دی.»
اخوا د هېواد لوی درستیز د هېواد د پولو د امنیت پر ساتلو ټينګار کوي او وایي،چې اجازه نه ورکوي چې د اردو په لیکو کې تفرقه رامنځته شي.
د ملي پوځ لوی درستیز فصيح الدين فطرت هم وویل:«مه پرېږدی چې د هېواد دښمنان او د اسلام دښمنان ستاسو په لیکو کېک ځای ونیسي او له خپلو زهرجنو تبلیغاتو سره ستاسو لیکې ماتې او ستاسو په منځ کې نفاق رامنځته کړي.»
د مخکیني حکومت د درې سوو پنځوس زره کسیزو وسله والو ځواکونو له ړنګېدو وروسته اسلامي امارت اعلان وکړ،چې د هېواد لپاره به یوه یو سلو پنځوس زره کسیزه اردو جوړه کړي.
په دې اړه مو اندونه