Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا وېروس د نوې بڼې له زیاتوالي د عامې روغتیا وزارت اندېښنې

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا وېروس د نوې بڼې (اومېکرون) له زیاتوالي اندېښمن دی. 

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې ۶۲۹ کسان د کورونا وېروس پر نویو بڼو اخته شوي دي.

دغه وزارت وایي چې د کورونا وېروس له نویو بڼو سره د مبارزې په برخو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
       
د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي:«په ۱۷ ولایتونو کې ۶۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ډېری اخته کسان په ننګرهار کې وو چې په دغه ولایت کې ۱۲۷ مثبتې پېښې وې، له هغې وروسته په کابل کې مو ۱۰۲ مثبتې پېښې لرلې، او له هغې وروسته په غزني، پنجشیر، پکتیا، بلخ او همدارنګه په ترتیب سره په نورو ولایتونو کې شتون درلود.»
     
د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمر هم څرګندوي:«له بده مرغه د اسلامي مارت له واکمن کېدو وروسته، هغوی خپلې مرستې بندې کړې چې دا د دې لامل شو چې په دغو پروژه کې ننګونې رامنځته شي.»

بل خوا د افغان جاپان روغتون سرطبیب هم وایي چې د کورونا وېروس نوې بڼه په چټکتیا سره د خپرېدو په حال کې ده، خو دغه روغتون تر اوسه د اومېکرون تشخیصیه کېټونه نه لري.
 
د افغان جاپان روغتون سرطبیب زلمی ريښتین وايي:«موږ د اومېکرون د تشخص ځانګړي کېټونه نه لرو خو په ټول کې د کورونا د نورو بڼو تشخیصیه کېټونه لرو.»

د افغان جاپان روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول حشمت فیضي هم وویل:«پېښې ورځ په ورځ زیاتېږي، که چېرې سم مالي ملاتړی ونه لرو موږ نه شو کولای هغه خدمتونه چې باید ترسره یې کړو ترسره کړو.»

بل خوا نن په پلازمېنه کې یوه خیریه بنسټ هم له دغه روغتون سره د یوسلو شل ډبو آکسېجن او نورو روغتیایي توکو مرسته وکړه.
    
د یوه خیریه بنسټ مسوول رحمت الله نوروز وايي:«رحمت الله، نن د افغان جاپان په روغتون کې یوو، له دغه روغتون سره مو له اکسیجن ډلې ۱۲۰ ډبې او ۱۵۰۰۰ ماسکونو مرسته وکړه.»

په دې لړ کې خلک په هېواد کې د کورونا وېروس بیا خپرېدو ته اندېښمن دي.
         
د کابل اوسېدونکي شریف وویل:«د کورونا ویروس خپور شوی، د تېر پرتله د دې بڼې شدت ډېر دی، له ښاریانو څخه هیله کوم چې کورونا جدي وګڼي.»

که څه هم افغان - جاپان روغتون په کابل کې د کووېډ نولس ناروغانو د درملنې یوازینی مرکز ګڼل کېږي، خو له جي پایګو روغتیایي بنسټ سره د دغه روغتون د ملاتړي تړون پای ته رسېدو د دغه روغتون مسوولان اندېښمن کړي دي.
دوی وایي چې که د عامې روغتیا وزارت او نور نړۍوال بنسټونه په افغانستان کې د روغتیا له برخې سره همکاري ونه کړي، دوی به له کوویډ ۱۹ ناروغۍ سره په مبارزه کې له جدي ننګونو سره مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه