اسلامي امارت د دوشنبې په شپه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، که امریکا د افغانستان د شتمنیو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور ونه کړي، نو اسلامي امارت به د دغه هېواد په اړه پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي.
اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په امریکایي بانکونو کې د افغانانو د شتمنیو کنګل کول له پیله له ټولو منل شویو اصولو څخه سرغړونه ده او د هیواد وروستۍ پریکړه یې غیر مسوولانه بللې ده.
د دغه خبرپاڼې پربنسټ، د بایډن پرېکړه د ټولو افغانانو په حقونو ښکاره تیری دی.
اسلامي امارت زیاته کړې چې د سپټمبر د یوولسمې پېښه له افغانانو سره هېڅ تړاو نه درلود او د پېښې قربانیانو ته د تاوان ورکولو په پلمه د افغانانو د شتمنیو غصب کول ښکاره تیری دی.
د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا د وروستۍ پرېکړې اعلان د امریکا او اسلامي امارت تر منځ له شوې هوکړې سره په ښکاره مخالفت دی.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر پرېکړه کړې وه چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیانو ته به د افغانانو له پیسو تاوان ورکړي.
د امریکا دې پرېکړې په افغانستان کې دننه او بهر توند غبرګونونه پارولي دي.
په دې اړه مو اندونه