Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیوال بانک د افغانستان د منجمد شویو پیسو یو میلیارد ډالر لګوي

رویټرز د نړیوال بانک د یوه پلان په حواله د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د نړیوال بانک اداره هڅه کوي چې د افغانستان یو ملیارد ډالر کنګل شوي پیسې پر دغه هېواد ولګوي.

د پلان له مخې به دغه پیسې په ښوونه، کرنې، روغتیا او کورنیو پروګرامونو ولګول شي.

د پلان له مخې به دغه پيسې د افغانستان د بيارغونې صندوق ته چې د نړيوال بانک له خوا اداره کېږي، ورکول کېږي او بيا په هېواد کې د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا کارول کېږي.

سرچینې رویټرز ته ویلي چې د نړیوال بانک بورډ د مارچ په لومړۍ نیټه مشوره کوي، وروسته له هغې چې تمویل کونکي به د لیږد لپاره موافقه وکړي.

د نړیوال بانک په وینا، دا پلان په ۲۰۲۲ کې د ۱ ملیارد ډالرو څخه د ډیرو ډالرو د چمتو کولو وړاندیز کوي. د نړیوال بانک د پلان له مخې به په لومړي سر کې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره په څلورو پړاوونو کې ولګول شي او پاتې پیسې به د کال په اوږدو کې د اړتیا په صورت کې تخصیص شي.

له دې جملې څخه ۲۸۰ میلیونه ډالره د افغانستان د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ته د تغذیې او روغتیايي پروګرامونو د ملاتړ په موخه ورکړل شوي دي.

له بلې خوا نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو په پرله پسې ډول د افغانستان په خراب وضعیت اندېښنه ښودلې او له دغه هېواد سره یې د بشري مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې چې برتانیا او ملګري ملتونه هم په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د څلور میلیارد ډالرو د مرستې د را ټولولو لپاره یوه مجازي غونډه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه