Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یونېسف له خوا ۲۰۰ زره ښوونکو ته د معاش ورکړې بهیر پیل

ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د کابو ۲۰۰ زره ښوونکو د معاش ورکړې بهیر پیل کړی دی.

د پوهنې وزارت اعلان کړی دی چې د دولتي ښوونځیو د ۴۰ زره ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه د ملګرو ملتونو سازمان له خوا ورکړل شي دي او تر راتلوونکو دوو اوونیو به د نورو ښوونکو معاشونه هم ورکړل شي.

یونېسف په هره میاشت کې هر ښوونکي ته سل ډالره معاش په پام کې نیولی دی.

د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان په دې هکله وايي:«په اصل کې د ښوونکو معاش ۱۰۰ ډالر دی چې د یونېسف له خوا ورکول کېږي او هغه ښوونکي چې معاشونه یې له ۱۰۰ ډالرو زیات دي سل ډالره یې یونېسف ورکوي او پاتې نور یې امارت ورکوي.»

ورته مهال ښوونکي وايي چې بد اقتصادي وضعیت کې دي او هیله لري چې معاشونه یې په بشپړه توګه ورکړل شي.

۴۸ کلنه حمیرا چې د خپل عمر ډېره برخه یې د هېواد د بچیانو د روزنې په برخه کې تېره کړې؛ اوس له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ ده.

هغه وايي:«زه ډېرې ستونزې لرم، یو د معلمۍ معاش دی بسنه نه کوي چې د کور کرایه ورکړم او هم د کور لګښت یې کړم، دا زموږ د خپلو کور دی چې زه یې په پخلنځي کې ژوند کوم.»

دغه ښوونکې اوس ناروغه ده او په وینا یې د خپلې درملنې پیسې نه لري.

ښوونکې حمیرا زیاته کړه:«هډوکي مې وراسته دي، ډاکټران له ۱۵ دقیقو زیاتو تګ اجازه نه راکوي چې پلې ولاړه شم خو ځکه دا چې د لارې کرایه نه لرم پلې تلم راتلم، یو ساعت او ۱۵ دقیقې مې تګ راتګ کاوه، د نقرس ناروغي لرم د پښې ګوتې مې عملیاتي دي او د پښو ګوتې مې خپله بڼه بدله کړې ده.»
  
په افغانستان کې د بشري ناورین له پراخېدو او د دولت د خدماتي کارکوونکو د اقتصادي وضعیت له بدېدو سره هم مهاله د امریکا مالیې وزارت نږدې درې اوونۍ مخکې ویلي وو چې، بهرني مرستندویه بنسټونه کولای شي د افغانستان پر اوسني سرپرست حکومت بندیزونو ته له پام پرته د دغه هېواد د ښوونکو او روغتیاپالانو معاشونه ورکړي.

 لا تر اوسه شاوخوا ۴۰ زره ښوونکو د خپلو دوو میاشتو معاشونه ترلاسه کړي او ټاکل شوې تر راتلونکو لسو ورځو د پاتې ښوونکو معاشونه هم ورکړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه