د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د پیسو د ورکړې پر وړاندې د اعتراضونو په دوام کې دا ځل په کابل کې یوه ډلو ښځو، په خوست کې د پوهنتون استادانو او د بامیانو یو شمېر اوسېدونکو لاریون وکړ.
په کابل کې ښځې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مخې ته راغونډې شوې او د امریکا له محکمې څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د پیسو د تخصیص لپاره د جوبایډن اجرایوي حکم لغوه کړي.
د ارزو په نوم یوې لاریون کوونکې په دې اړه وویل: «د افغانانو دا پیسې هغه پیسې نهدي چې جوبایډن یې د سپټمبر قربانیانو ته جبران کړي. دا ټولې پیسې باید افغانستان ته وسپارل شي»
یوې بلې لاریون کوونې شګوفې نجات وویل: »زموږ خلک په بېوزلۍ کې دي او دا پیسې کولای شي په هېواد کې د وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي.»
د ښځو د شبکې غړې شمسیه حسنزاده وویل: «موږ پر ملګرو ملتونو غږ کوو چې د افغانانو د حقونو په اړه عادلانه پرېکړه وکړي.»
په ورته وخت کې د خوست د شیخ زاید پوهنتون استادانو د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه غیر عادلانه وبلله او په اعتراض کې یې لاریون وکړ. دوی د نیویارک له یوې محکمې غوښتي چې د افغانانستان پیسو په اړه د جوبایډن اجرایوي حکم لغوه کړي.
د شیخ زاید پوهنتون استازي معاویه په دې تړاو وویل: «موږ پر نړۍ غږ کوو چې دا پیسې افغانانو ته وسپاري. دا د خلکو حق دی.»
د شیخ زاید پوهنتون استاد رباني وحدت وویل: «د بایډن پرېکړه ظالمانه ده او هغه حق نهلري چې د افغانانو پیسې جبران کړي.»
په ورته وخت کې د بامیانو یو شمېر اوسېدونکیو د بایډن د پرېکړې پر ضد لاریون وکړ او د هېواد د ټولو پیسو د بېرته ستنېدو غوښتنه یې وکړه.
اقتصادي چارو کارپوهان د امریکا په بانکونو کې شاوخوا لس مېلیارده افغانۍ د هېواد د اسعارو د ملا تیر بولي او وايي، که دا پیسې د نورو موخو لپاره وکارول شي؛ نو د افغانۍ ارزښت به رالوېږي.
اقتصاد پوه شرف الدین اشرف په دې اړه وویل: «دا پیسې د افغانستان د ثبات او پولي ملاتړ لپاره دي چې په بانک کې ساتل کېږي او باید و نه لګول شي.»
د امریکا ولسمشر جو بایډن اجراییوي حکم چې د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خسارې ورکولو او په افغانستان کې د بشري چارو د پرمخ بیولو لپاره په افغانستان کې د اووه مېلیارډه ډالرو پیسو وېش هم د یو شمیر امریکایانو لهخوا نیوکه شوې ده. ځینو ویلي، دا د نړۍ تر ټولو بېوزله هیواده د یوه بډایه هېواد د پیسو د غلا کولو په څیر دي.
په دې اړه مو اندونه