Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۳۵۰ښوونکو او د ښوونځیو کارکونکو ته د چیني بنسټ له خوا د مرستو وېش

یوه مرسته رسوونکي چینايي بنسټ د کابل ښار ۳۵۰ ښوونکو او د ښوونځیو بې وزله کارکوونکو ته خوراکي توکي چې اوړه، غوړ په کې شاملېږي مرسته کړې ده.

د «هندوکش ملګرو» بنسټ رییس ژمنه کوي چې څو ټنه نور خوراکي او ښوونیز توکي به هم ډېر ژر په کابل ښار کې په بې وزلو ووېشي.

د هندوکش ملګرو بنسټ مسوول پروفیسور وانګ وايي:«زموږ چینايي ملګرو په چین کې یوه اندازه مرستې برابرې کړي او حجم یې څو ټُنو ته رسېږي. دغه مرستې چې په کې خوراکي توکي او جامې شاملې دي، لېږد لپاره چمتو دي او ډېر ژر به افغانستان ته راولېږدول شي.»    
د هندوکش ملګرو بنسټ مرستیال حشمت دانشیار هم وویل:«دا ځل مو خپلې مرستې د کابل ښار ښوونکو او ملازمینو ته ځانګړې کړې دي. په ټول کې د شاړسمې تعلمې حوزې په کچه د ۳۵۰ ښوونکو سره مرستې ووېشل شوې.»
 
محمد حلیم په کابل کې د یوه ښوونځي تحویلدار دی. دی چې، د خپلې لس کسیزې کورنۍ سرپرست دی وايي، د یوه چینايي بنسټ له لوري دغه شوې مرسته به د ده یوازې د پنځلسو ورځو ستونزه حل کړي.

د د سپین اډې ښوونځي تحویل دار محمد حلیم شینواری وايي:«زما اقتصادي وضعیت ښه نه دی او په ډېرو ستونزو سره مخته ځم.»

د محمد حلیم په څېر د کابل ښار د بېلابېلو ښوونځیو لسګونه ښوونکي او کارکوونکي د مرستو د ترلاسه کولو لپاره دلته سره راټول شوي دي.

د یوه ښوونځي اداري کارکوونکې فرخنده هم څرګندوي:«زموږ له معاشونو ۲۰۰ افغانۍ نورې هم کمې شوې دي، یوه شپږ کسیزه کورنۍ یوو، بچیان مې هم وزګار دي.»

د کابل ښار د پوهنې اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق مقدس وايي:«موږ له تولو مرسته کوونکو غواړو چې ډېره پاملرنه د معارف برخې ته ولري ځکه چې ښوونکي دغو مرستو ته یوه مستحقه طبقه ده.»

د افغانستان ډېری خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او د دوی په وینا، لا تر اوسه له دوی سره په کافي اندازه مرستې نه دي شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه