Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات د زلزله‌ځپلو لپاره په هېواد کې د مرستو د راټولولو کمپاین دوام

د هرات د زلزلې‌ځپلو لپاره د مرستو د راټولولو په دوام، د دغو مرستو د راټولولو کمپاین په ځینو ولایتونو کې دوام لري.

د دغه کمپاین جوړونکي وايي، تراوسه توانېدلي چې د نغدو پیسو سربېره، د اړتیا وړ ځينې توکي هم راټول کړي.
 
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس سیف الدین معتصم په دې هکله وویل:«مرستې دلته راټولېږي او د اسلامي امارت چارواکو ته به وسپارل شي.»

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امر محمد اصف زهیر وايي:«د ننګرهار ټول اوسېدونکي شاهد دي چې دغه مرستې په رڼه توګه د هرات اوسېدونکو ته رسېږي.»

د پکتيا ولایت د مقام د دفتر رییس شمس الحق حقبين هم څرګندوي:«له دغو زلزله‌ځپلو سره مرسته وکړئ والي صاحب هم له دغو زیانمنو سره نیم مېلیون افغانۍ مرسته کړې ده.»

بلخوا د هرات د زلزلې د قربانيانو لپاره د مرستو ټولوونکي، په راتلونکو ورځو کې هم د دغه کمپاین د دوام ډاډ ورکوي، خو له مرستندويه بنسټونو په دې برخه کې د زياتې مرستې غوښتنه کوي.

د کندهار اوسېدونکی بصير احمد طلوع‌نیوز ته وايي:«په دا ډول پېښو کې موږ ټول باید سره راټول شوو او له ملت سره ودرېږو.»

د خوست اوسېدونکي سيف الله پايند هم وویل:«سبا ته هم هڅه کوو چې په خپله چوک کې خېمه ووهو او د زیانمنو لپاره مرستې راټولې کړو.»

د پکتيا اوسېدونکی ذبيح الله څرګندوي:«له خلکو زما غوښتنه دا ده چې له زلزله‌ځپلو سره مرسته وکړي او د مرستو د راټولولو دغه بهیر دوام لري.»

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د شنبې ورځې زورورې زلزلې څو کلي په بشپړ ډول ویجاړ او د سیمې اوسېدونکو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه