Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د سوداګرو مېرمنو او نجونو د کارو بار بیاځلې ښه والی

ځينې سوداګرۍ مېرمنې او نجونې هرات ولایت کې د لاسي صنایعو په یوه نندارتون کې وايي چې په وروستیو میاشتو کې د دوی کار او بار بېرته ښه شوی دی.

د دوی په وینا د ښځو پر فعالیتونو د محدویتونو له کموالی سره، ځينې ښځې او نجونې چې د لاسي صنایع په برخه کې فعالیت لري، بېرته خپلو کارونو ته ستنې شوې دي.

په دغه نندارتون کې د پنځوسو سوداګرو مېرمنو او نجونو لاسي صنایع د هرات ښار کې نندارې ته اېښودل شوې دي.

ډېری دغه مېرمنې او نجونې یا په کوردننه له خپلو مېنو بې ځایه شوې او یا هم له ګاونډیو هېوادونو بېرته هېواد ته راغلې دي. دوی د مسلکي او حرفه یي زده کړو له د ترسره کولو وروسته، لاسي صنایع جوړې کړې دي.

د نندارتون جوړونکې نسیمه هاشمي وايي:«مېرمنې د کورنۍ او د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې ستره ونډه لري.»

په دغه نندارتون کې ګلدوزې شوې غاړې، غالۍ او د میناتورۍ او انځور ګرۍ اثرونه نندارې ته اېښودل شوي دي. یو شمېر دغه ښځې او نجونې وایي چې په دې وروستیو کې یې کارو بار یوځل بیا ښه شوی دی.

د نندارتون ګډونواله زینب محمدي څرګندوي:«موږ ډېره هڅه وکړه چې د لاسي صنایع برخه له منځه ولاړه نه شي، ډېره زحمت کاږو چې بیا وځلي.»

د نندارتون بله ګډونواله لطیفه جاغوري هم وايي:«ډېر تولیدات مو لرل، خو په هغې کچه مو پلور نه درلود.»

دغه نندارتون به درې ورځې د لیدونکو پر مخ پرانېستې وې. د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوالې وایي چې د کورنیو په اقتصاد کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده او باید نور فرصتونه هم ورکړل شي.
 
د نندارتون ګډونوالې معصومې فقیریار وویل:«باید مېرمنو ته شرایط برابر وي چې هغوی بیا کور ناستې نه شي، ځکه هغوی یو عمر کار کړی دی او باید کور ته ولاړې نه شي، هغوی باید همدا ډول راشي او خپل هنر ټولنې ته وښيي.»

په هرات کې سلګونه ښځې او نجونې د لاسي صنایعو په برخه کې فعالیت کوي. د دغو ښځو لاسي صنایع تر دې وړاندې د اروپا او امریکا بازارونو ته رسېدل خو اوس د هرات په بازارونو کې دومره بازار نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه