په بامیان ولایت کې څه باندې شلو نجونو په شخصي لګښت له زدهکړو یو شمېر پاتې نجونو ته د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې د کار زمینه برابره کړې ده.
دغه نجونې وایي، له دې کاره یې موخه د خپلو کورنیو د لګښتونو پوره کول او له زدهکړو نورو محرومو نجونو ته د کار د زمینې برابرول دي.
متشبثه معصومه محمدي وايي: «ومو غوښتل هغوی چې له ښوونځیو او پوهنتونونو پاتې دي، راټول یې کړو، دوی زدهکړې کړې وې، خو لاسي صنایع یې نه و زده، په کور کې ناست و، بېخي خپه شوي وو.»
یوه بله متشبثه صالحه عليزاده زیاتوي: «په دولسم ټولګي کې وم، کله چې له اغلې امنې سره مخامخ شوم، دغه انګېزه یې موږ ته راکړه چې موږ هم دغه ډول کار پیل کړو.»
ځينې دغه نجوې د مناسب ځای نهشتون، د امکاناتو کمښت او د لاسي صنایعو د پلور پیکه بازار څخه اندېښمن دي او د سرپرست حکومت له مسوولانو د ملاتړ غوښتنه کوي.
متشبثه معصومه نظري وايي: «تجهیزات نهلرو، داسې ښځې هم شته چې خیاطي کوي، خو پرمختللي وسایل نهلري، ښې څرخې نهلري، سم امکانات نهلري، دوی له ستونزو سره مخامخ دي، نهشي کولای چې خپلې چارې په چټکۍ سره پر مخ یوسي.»
یوه بله متشبثه امنه اکبري زیاتوي: «موږ د ځای ستونزه لرو، څو ماشینونه لرو، کافي ځای ورته نهشته، یوازې موږ چې دلته راځو څو دقیقې غونډه نیسو، خو ځای مو ډېر تنګ دی.»
د ښځو د حقونو فعاله نجیبه نظري وايي: «سلګونه بامیانۍ نجونې د لاسي صنایعو او لاسي هنر له لارې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ کوي او اړتیاوې یې ورته بشپړوي، غوره ده چې دوی ته پاملرنه او ملاتړ ترې وشي.»
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس د ښځو د لاسي صنایعو تولیدات مهم ګڼي او د دغو تولیداتو لپاره د بازارموندنې په موخه په بامیان کې د نندارتونونو د جوړېدو په پار د هلو ځلو ډاډ ورکوي.
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس صفيالله راید وايي: «دوی ته موږ د بازار موندنې په برخه کې کار برابروو، که د هېواد په کچه په کابل کې هم لوی نندارتونونه جوړېږي، موږ به د بامیانو ولایت دغه ښځینه کارکوونکې چې لاسي صنایع جوړوي، د دوی دغه صنایع به موږ نندارې ته وړاندې کوو، څو د بازار موندنې برخه کې دوی ته یو څه عواید تر لاسه شي.»
د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د بامیان په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه نجونې د لاسي صنایعو په تولیداتو بوختې دي او له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.
په دې اړه مو اندونه