Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد سویل لوېدیځو ولایتونو ته د دفاع وزارت سرپرست سفر

د دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د امنیتي وضعیت او سرحدي ننګونو د څېړلو په موخه د هېواد سویل  لوېدیځو ولایتونو ته سفر پیل کړی دی.

د ملي دفاع وزارت سرپرست سوېل لوېدیځو ولایتونو داسې مهال سفر کوي چې درې ورځې وړاندې د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د هېواد د پوله ساتو ځواکونو او ایراني ځواکونو تر منځ له پوځي نښته رامنځ‌ته شوه چې اسلامي امارت دا نښته د ناسم پوهاوي له امله بولي.

مولوی محمد یعقوب مجاهد د یاد سفر پر مهال د ایران او افغانستان تر منځ سرحد کې د کمال خان بند او د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېورنډ کرښي صفري نقطو څخه هم لېدنه کړې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه وویل: «په ځینو ځایونو کې چې وړې نښتې کېږي، دا د غلط فهمۍ پایله ده چې د دواړو لوریو تر منځ په همغږۍ حلېږي.»

د هېواد د امنیتي ځواکونو او ځينو ګاونډيو هېوادونو تر منځ څو ځلې پوځي نښتې شوې دي، خو دا ډول شخړې څومره جدي دي؟

د نړیوالو اړیکو شنونکی سید بلال احمد فاطمي یې په اړه وايي: «که مسایل کوچني وي، په ډېپلوماتیکو اړیکو او بهرنیو چارو کې لږ اغیز لري، که مسله لویه وي، برید شوی او د حکومت ملاتړ کوي، ښکاره خبره ده چې پر مرکزي حکومتونو اغېزه لري او د دواړو هېوادونو ډېپلوماسۍ خرابوي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی شهیر نثاري وايي: «که موږ په خپلو پولو کې له پاکستان او ایران سره جدي تاوتریخوالی ولرو او دا مسایل له ګاونډیو هېوادونو سره په بنسټيز ډول حل کړو؛ یوازېنۍ د حل‌لاره یې د پیاوړي ملي حکومت درلودل دي.»

یو شمېر شنونکي هم په دې باور دي، چې سرحدي پولو شخړې باید د ډیپلوماسۍ له لارې په اساسي ډول حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل د نړۍ له هېوادونو او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د خپلو اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه