Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا د سیاسیونو د راستنېدو او اړیکو لپاره کمېسیون جوړ کړی

اسلامي امارت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د راستنیدو په نوم یو کمېسیون جوړ کړی چې له هېواده بهر د سیاسي شخصیتونو د راستنېدو په برخه کې کار وکړي.

دا کمېسیون اووه غړي لري چې مشري یې د کانونو او پټرولېم وزیر شهاب الدین دلاور کوي.

په همدې اړه د چارو ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:«د سرپرست حکومت د کابینې د پرېکړې له مخې، د دغه کمېسیون مشري شهاب الدین دلاور پرغاړه لري او امیرخان متقي، خیرالله خیرخواه، فصیح الدین فطرت، عبدالحق وثیق، محمد خالد حنفي او انس حقاني یې نور غړي دي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه زیاتويل: «یوه حل لاره به پیدا کېږي او د همدې حل پر بنسټ به کمېسیون خپل کار تنظیموي.»

ورته مهال په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر وان برانډ او پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې پرېکړې ستاینه کړې ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر وان برانډ ویلي: «که د طالبانو دا پرېکړه رښتینې وي، دا کار په راتلونکې کې د داسې  یوه دولت د مشروغیت پر لور د یوې پراخې تګلارې یوه برخه ده چې د افغانستان د ټولنې ټولې پرګنې په‌کې شاملې وي.»

ښاغلی کرزی د دې کمېسیون جوړیدل د هېواد د پرګنو د راستنیدو لپاره ښه لاره بولي.

د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: «سیاستوال باید دا وګوري چې ایا دوی د خلکو له نظره غورځېدلي او یا غواړي چې بېرته خپل حالت راستانه شي.»

د جمهوريت تر پرځېدو وروسته مخکینی ولسمشر اشرف غني او ګڼو نورو دولتي چارواکو او سیاسي څېرو افغانستان پرېښي دی. که څه هم ویل کیږي چې ځيني دغه کسان لېواله دي چې بېرته هېواد ته راشي، خو یو شمېر نورو یې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړېدل او سیاسي مشارکت هېواد ته د راستنېدو لپاره خپل وار له مخه شرطونه ګڼلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه