Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې پيل

د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د نن (سې شنبې د وري په دویمه) په اسلام آباد کې جوړه شوه او ټاکل شوې ده، چې تر چهارشنبې دوام ومومي.

په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د لومړۍ ورځې د خبرو یوه برخه د افغانستان وضعیت ته متمرکزې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، چې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخنیوي باید د دغه سازمان په کاري لومړیتوب کې وي.

ښاغلی قریشي زیاتوي: «په افغانستان کې پر بشري ناورین غوراو په دغه هېواد د اقتصادي سقوط مخینوی باید زموږ په لومړیتوبونو کې پاتې شي. موږ باید د داعش د له منځه وړلو لپاره د افغان چارواکو هڅې وستایو او ملاتړ یې وکړي. دغه راز په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره اغېزناکو سټراټېژیو ته اړتیا ده.» 

د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهم طه هم څرګندوي:«موږ په افغانستان کې سولې، امنیت او پراختیا ته د رسېدو لپاره له افغان چارواکو او نړیوالو همکارانو سره خپلو خبرو ته دوام ورکوو.»

بل خوا د اسلامي پراختیايي بانک رییس وایي، چې نړيواله ټولنه باید په افغانستان کې پر ستونزو د غور لپاره په ګډه یوه عملي، دوامداره  او هراړخیزه تګلاره پیداکړي.

د اسلامي پراختیايي بانک رییس محمد بن سلیمان الجاسر څرګندوي:«په افغانستان کې ستونزو زیاتېدو ته په پام سره، هېڅ یو بنسټ په یوازې سر دغه ستونزې نه شي حل کولای. دا اجماع شته چې نړيواله ټولنه باید په ټولیز ډول یوه عملي، پایېدونکې او هر اړخیزه حل لاره پیدا کړي.»

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مختار تیلوبردي وویل:«قزافستان د اسلامي هېوادونو د همکاريو د سازمان د یو شمېرنورو غړو په څېر د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دی. ټولنیزې - اقتصادي او مالي ستونزې باید ژر تر ژره حل شي څو په سیمه کې د یوه لوی بشري ناورین مخه ونیول شي.»

د اسلامي همکاریو سازمان او د اسلامي پراختیايي بانک د افغانستان لپاره د بشري د یوه صندوق د جوړېدو تړون لاسلیک کړ.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه ټيټپوړي پلاوي هم په پاکستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان په اته څلوېښتمه غونډه کې ګډون کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه