Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو ښوونځیو تړل کېدل؛ امریکا د منفي پایلو خبرداری ورکوي

امريکا وايي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل به د نړۍ له لوري د اسلامي امارت پر پېژندلو منفي اغېزې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د ټولو ښوونځیو بیا پرانیستل له نړۍ سره د کابل ژمنې ګڼي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وايي: «دا یو حقیقت دی چې د ښوونځیو تړل کېدو اعلان به د اسلامي امارت د حکومت پر رسمیت پېژندنې او له هغو د نړیوالې ټولنې پر سیاسي ملاتړ منفي اغیز وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د افغانستان سرپرست حکومت باید پر هغه څه عمل وکړي چې ژمنه یې کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس همداراز وايي: «هغوی تر دې مخکې اعلان کړی و چې هر افغان د خپل هېواد د راتلونکې او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو لپاره د زده‌کړو حق لري. موږ له اسلامي امارته غواړو چې د خپلو خلکو پر وړاندې کړې ژمنې او همداراز له نړۍ سره پر کړي تعهد ودرېږي.»

په ورته وخت کې د جرمني او اندونیزیا بهرنیو چارو وزارتونو هم د نجونو د متوسطو ښوونځیو او لېسو په اړه د سرپرست حکومت پرېکړه خواشینونکې ګڼي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره وايي: «زه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو په تړاو د اسلامي امارت پر پرېکړې ډېره خواشینې یم. اندونیزیا به افغان ښځو او په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

اسلامي امارت وايي، هڅې کوي چې ژر تر ژر د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانېستل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «داسې کومه نښه نه‌شته چې اسلامي امارت نه غواړي له خپلو مکلفیتونو څخه تېر شړي، خو اسلامي امارت د هېواد له کورنیو ارزښتونو او ګټو سره سم ګام پورته کوي.»

ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د ناورې استازولۍ په یوه ټویټ کې لیکلي، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ځينو نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو یوه غونډه جوړه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه