Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې فورم غونډه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو بحث

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماسټ وېسټ، د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیالې حسنا جلیل او همدارنګه د المان یوه لوړپوړي دولتي چارواکي نېلز انین تېره ورځ دوحه کې په یوې غونډه کې د افغانستان پر اقتصادي، بشري او سیاسي وضعیت په تړاو خبرې اترې کړې دي.

له اسلامي امارت سره د امریکا د استازو د غونډو له لغوه کېدو دوه ورځې وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دوحې په غونډه کې وویل که چېرې وضعیت همدا ډول دوام پیدا کړي، د افغانستان لپاره به بدې پایلې له ځان سره ولري؛ هغه څه چې امریکا یې په لټه کې نه ده. 

ښاغلي وېسټ وویل:«زه فکر کوم چې، په بشپړه توګه د اسلامي امارت د منزوي کولو پالیسي به د ۴۰ مېلیونه انسانانو د پرېښودلو په مانا وي."

له دې سره سم، د جرمني د بهرنیو چارو سلاکار وزیر وايي، هېواد به یې افغانستان یوازې پرې نه ږدي؛ خو ورسره جوخت یې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو هم ټینګار وکړ.

د جرمني د بهرنیو چارو سلاکار وزیر نېلز انین وویل:«جرمني هیله من دی، په افغانستان کې یو داسې ټول ګډونه حکومت جوړ شي چې، په هغې کې د انسانانو اساسي حقونه مراعات شي، ښځې او ماشومان له خپلو حقونو برخه من واوسي او نجونې زده کړې وکړي. تر هغې چې، دغه چارې ترسره نه شي؛ زه فکر نه کوم چې، د جرمني د مالیه ورکوونکو پیسې طالبانو ته ورسېږي. خو موږ افغانستان یوازې نه پرېږدو او اړینه ده چې، سیاسي ستونزې حل کړو.»

د دوحه فورم په غونډه کې د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت یوې مرستیالې حُسنا جلیل هم ګډون کړی دی.

اغلې جلیل وايي:«په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو او ځواکونو حضور بې ګټې نه و؛ ځکه په دې موده کې یوه نسل چې، د هېواد درېیمه برخه نفوس جوړوي وده وکړه او هغوی اوس پر دې پوهېږي چې، یو ښه ژوند څنګه وي.»

د دوحې فورم غونډې په څنډه کې اندونیزیا او قطر له افغانستان سره د بشري او پراختیايي مرستو په تړاو یوه هوکړه هم لاسلیک کړه.

د جرمني د بهرنیو چارو سلاکار وزیر وايي، هېواد به یې افغانستان یوازې پرې نه ږدي؛ خو ورسره جوخت یې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو هم ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه