Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې هم د متوسطې او لېسې زده کوونکې له زده کړو بې برخې شوې

په هرات کې هم د متوسطې او لېسې زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې له دوو ورځو تګ وروسته وتړل شولې.
  
زینب او آمنه هغه دوې خویندې دي، چې د ښوونځيو تړل کېدو ناهیلې کړې دي. دغه زده کوونکې د ښوونیز کال په لومړیو دوو ورځو کې خپلو ټولګیو ته ولاړې خو په درېیمه ورځ یې پرمخ ټولګي خلاص نه شول او له ښوونځي و ایستل شوې.

د لسم ټولګي زده کوونکې زینب احمدي وايي:«موږ دننه په ښوونځي کې معاونې ته ولاړو چې ولې ښوونکی نه راځي، زموږ معاونې موږ یې بهر کړو او وې ویل تاسې نه شئ کولای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ.»

زرګونه افغان نجونې د وري په درېیمه په خورا ډېرې لېوالیتا سره ښوونځیو ته ولاړې، خو د ښوونځيو د بېرته تړل کېدو له امله د زینب او آمنې په څېر له اوښکو په ډکو سترګو او ناهیلۍ سره خپلو کورونو ته راستنې شوې.

د دوولسم ټولګې زده کوونکې آمنه احمدي څرګندوي:«واقعاً هلته ډېره سخته وه، وافعاً حس مې کړه چې تورې او تیارې ورېځې پر موږ راغلې دي.»

که څه هم چې دغه دوې خوېندې ښوونځیو ته له تګ نه محرومې شوې دي، خو وایي چې له زده کړو به لاس وانه خلي، ځکه د دوی په باور، د ښځو او نجونو له زده کړو او تحصیل پرته به د هېواد راتلونکی تیاره وي.
 
د زینب او آمنې خور شکیلا احمدي وايي:«کله چې موږ د پیغمبر (ص) احادیث واورېدل، په هغه کې یې یوازې انسان ته خطاب کړی دی چې ولاړ شه او درس ولوله، په داسې حال کې چې انسان له دواړو قشرونو ښځې او نر جوړ دی.»

سره له دې چې ټاکل شوې وه، د وري میاشتې په دریېمه په ټول هېواد کې د نجونو ټول ښوونځي پېل شي. خو د پوهنې وزارت په یوې اعلامیه کې له خپلې پرېکړې په شا شو او د نجونو متوسطې او لېسې یې تر بلې خبرتیا پورې وتړلې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه