Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

استازي: پراختیايي مرستې زده کړو ته د نجونو لاسرسي پورې تړلي دي

نړۍواله ټولنه وايي چې له افغانستان سره خپلې پراختیايي مرستې زده کړو ته د نجونو لاسرسي ته مشروطې کړې دي.

د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، برېټانیا او امریکا متحده ایالتونو ځانګړو استازو په بروکسل کې د افغانستان په تړاو له غونډې وروسته په یوې ګډه بیانیه کې په ډاګه کړه، چې په پراختیایي برخه کې له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو دوام د نجونو د زده کړو په حق او د افغانستان د اوسني حکومت په اقداماتو پورې تړلی دی.

په دغې ګډې اعلامیه کې راغلي دي:«له افغاستان سره د نړۍوالو مرستو ډول او اندازه ټولو نجونو ته د برابرو زده کړو د حق په ورکړې پورې تړلې ده او د طالبانو او نړۍوالې ټولنې د اړیکو د عادي کېدو په برخه کې پرمختګ د طالبانو په اقداماتو او د هغوی د ژمنو په عملي کېدو په تېره بیا د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې په تړاو د دې ډلې د ژمنو په عملي کېدو پورې تړلی دی.»

د دغو هېوادونو استازو په افغانستان کې بشري ناورین ته پر رسېدنې سربېره، ټولګډونه سیاسي مشارکت، د ښځو واقعي مشارکت، د قومي او مذهبې ډلو مشارکت، د پخلاینې بهیر او د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل په افغانستان کې د دوامدراه سولې او ثبات لپاره مهم بللي دي.
 
د بشري حقونو فعاله انیسه بشري په دې هکله وايي:«که چېرې طالبان د حکومتوالۍ په فکر کې دي باید د ټولو نجونو پر مخ د هلکانو په څېر د ښوونځیو دروازې پرانیزي د ټولنې وده د ښځو او نرانو په پیاوړتیا پورې اړه لري.»

خو اوسنی حکومت له نړۍ غواړي، چې د بشري مرستو بهیر سیاسي نه کړي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«سیاسي او بشري مسلې دې له یو بل جلا وي او له بشري مسلې دې وسیله جوړه نه شي، د افغانستان خلک د بشري مرستو غوښتونکي دي.»

سره له دې چې ۲۰۰ ډېرې ورځې کېږي چې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي، یو شمېر ښځينه ښوونکې خپلې بې برخلیکۍ او د معاشونو نه ورکول کېدو ته اندېښمنې دي.

ښوونکې حفصه شریف وايي:«هغه کسان چې د خپلو کورنیو ګټیالیان دي او ښوونکي چې له هماغه کم معاش سره کولای شول چې د خپلې کورنۍ ژوند وژغوري اوس دغه ښوونکي څه وکړي.؟»

د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان وویل:«پوهنې وزارت ټولو ښوونکو ته معاشونه ورکړي او د مرغومي او سلواغې میاشتې معاشونه مو د یونېسېف له لوري ورکړل.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د افغانستان په اوسني وضعیت کې د نجونو زده کړې مهې بللي دي او د هغوی د ټولو ښوونځيو پر پرانیستلو یې ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه