Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تهران له کابل نه د سفارت او کونسلګریو د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې

وروسته له هغې چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په غبرګون کې د کابل تر څنګ د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو اعتراضونو زور واخیست، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې په افغانستان کې د دې هېواد د سفارت او کونسلګریو د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده په‌دې اړه ویلي، د ډېپلوماټیکو بنسټونو د فعالیتونو لپاره دې اړین تظیمنونه وړاندې شي.

ښاغلي خطیب‌زاده د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په اشارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان او ایران تر منځ د اړیکو خرابولو طرحې جوړې شوي. د هغه په باور، په وروستیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو کومې ویډیوګانې لېدل شوي، د افغانانو او ایرانیانو تر منځ د کرکې رامنځ‌ته کولو په موخه خپرېږي.

همدراز، له‌دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان له طلوع‌نیوز سره د ځانګړې مرکې پر مهال په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه ویلي وو، دا کار د یوې کړۍ له خوا کېږي، څو د کابل او تهران اړیکې خرابې کړي.

ورته مهال نن (سه‌شنبه) د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال په ایران کې له افغان کډوالو سره د زور-زیاتي پای‌ته رسولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي خطیب‌زاده د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په اشارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان او ایران تر منځ د اړیکو خرابولو طرحې جوړې شوي.

تصویر بندانگشتی

وروسته له هغې چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په غبرګون کې د کابل تر څنګ د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو اعتراضونو زور واخیست، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې په افغانستان کې د دې هېواد د سفارت او کونسلګریو د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده په‌دې اړه ویلي، د ډېپلوماټیکو بنسټونو د فعالیتونو لپاره دې اړین تظیمنونه وړاندې شي.

ښاغلي خطیب‌زاده د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په اشارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان او ایران تر منځ د اړیکو خرابولو طرحې جوړې شوي. د هغه په باور، په وروستیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو کومې ویډیوګانې لېدل شوي، د افغانانو او ایرانیانو تر منځ د کرکې رامنځ‌ته کولو په موخه خپرېږي.

همدراز، له‌دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان له طلوع‌نیوز سره د ځانګړې مرکې پر مهال په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه ویلي وو، دا کار د یوې کړۍ له خوا کېږي، څو د کابل او تهران اړیکې خرابې کړي.

ورته مهال نن (سه‌شنبه) د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال په ایران کې له افغان کډوالو سره د زور-زیاتي پای‌ته رسولو غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه