د بشر حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د نجونو زدهکوونکو پر وړاندې ورځ تر بلې د محدودیتونه لګول ډېرېږي.
د بشر حقونو د څار سازمان په ښوونځیو کې پر نجونو زدهکوونکو او ښوونکو د تازه لګول شویو محدودیتونو په اړه په یوه تازه راپور کې لیکلي، د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د نجونو زدهکوونکو پر پوښاک د لګول شویو محدودیتونو له کبله ځینو زدهکوونکو له ښوونځیو لاس اخیستی دی.
د بشر حقونو د څار سازمان مرستیالې هیدر بار ویلي: «طالبانو د ښځينه زده کوونکو او ښوونکو د جامو پر اغوستو محدودیتونه لګولي. هغوی د دې محدودیتونو د عملي کولو لپاره زدهکوونکې اړ کوي چې ښوونځي پرېږدي او ښوونکې له خپلو دندو لیرې کوي او ان ښوونځي تړي چې دا کار د اندېښنې وړ دی.»
بلخوا د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې له امریکا غږ سره د مرکې پر مهال په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو پر نه پرانېستل کېدو په نیوکې سره وایي، دا کار افغانستان شاته ستنوي.
رینا امیري ویلي: «په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت لا هم پر منفي لوري روان دی. په هره کچه چې دغه وضعیت په همدې ډول دوام ومومي او طالبان پرې جدي غور و نهکړي؛ په هماغه کچه به دا هېواد له ستونزو سره مخ وې او پایلې به یې ناورین زېږونکې وي. دا نهشي کېدای چې په لوی لاس د پنځوس سلنه وګړو حقونه په بشپړ ډول سلب شي.»
خو د پوهنې وزارت ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکې کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان وايي: «پوهنې وزارت چمتو دی، هر کله چې د اسلامي امارت مشرتابه اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي، موږ ورته چمتو یوو.»
د منځنۍ او لېسې دورې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدل پر بهرنیو غبرګونو سربېره په کور دننه هم د سیاستوالو، مدني فعالانو او دیني عالمانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
په دې اړه مو اندونه