Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنټاګون: افغانستان کې د ۷ مېلیارډ ډالرو په ارزښت تجهیزات پاتې شوي

د امریکا دفاع وزارت وايي، د دې هېواد شاوخوا اووه مېلیارډ ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شوې دي.  د امریکا سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون د پنټاګون په حواله په یوه راپور کې زیاته کړې، دا تجهیزات په تېرو شپاړسو کلونو کې افغانستان ته لېږدول شوي وو.

سي‌ا‌ېن‌اېن په یوه راپور کې لیکلي، امریکا له ۲۰۰۵ تر ۲۰۲۱ زېږدیز کاله له افغان امنیتي او دفاعي ځاکونو سره د ۱۸.۶ مېلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو مرسته کړې ده چې له دې ډلې د تېر کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په دې هېواد کې د ۷.۱۲ مېلیارډ ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې دي.

د راپور پر بنسټ، په دې تجهیزاتو کې د ۹۲۳.۳ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۷۸ الوتکې، د ۱۲ زره هاموې په ګډون ۴۰ زره نقلیه وسایط او تر ۳۰۰ زره میله وسلو تر څنګ، د ۴۸ مېلیون ډالرو په ارزښت د شپنیو دوربینونو، بایومټریک سسټم او ماین پاکۍ وسایلو په ګډون ځينې ځانکړې نظامي تجهیزات په افغانستان کې پاتې دي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «پنځه عشاریه اته مېلیارډ ډالرو په ارزښت پوځي وسایط چې په افغانستان پاتې دي، اوس دا تجهیزات نوي دي. هغه وسایل چې هاموې او مخابراتي وسایل په‌کې دي؛ که جمع شي، ارزښت یې له څو سوه مېلیونه ډالرو پورته کېږي.»

بل‌خوا اسلامي امارت وایي، له دې پوخي تجهیزاتو به د افغانستان د دفاع لپاره کار واخېستل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «د افغانانو د وژلو لپاره یې دلته رالېږلي وو، اوس د افغانستان ملکیت دی او له دې وروسته له دې تجهیزاتو د افغانستان د دفاع لپاره کار اخیستل کېږي. ټول په ډېپوګانو کې خوندي دي او د هېواد د دفاع او د خپلو ارزښتونو د په خاطر ترې کال اخیستل کېږي.»

امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکټوبر په اوومه پر افغانستان برید وکړ. دې هېواد له خپلو متحدانو سره نږدې دوه لسېزې په افغانستان کې حضور درلود او د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د دوحې د تړون له لاسلیک وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یې افغانستان پرېښود او په دې هېواد کې یې خپل پوځي ماموریت پای‌ته ورساوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه