Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې نږدې ۱۰مېلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي چې په اوسني وضعیت کې افغانستان کې کابو ۱۰ مېلیونه ماشومان له شدیدې لوږې سره مخ دي.

دغه سازمان په خپل یوه تازه رپوټ کې زیاتوي چې لنډ مهالي خوراکي مرستې نه شي کولای په افغانستان کې د لوږې ناورین حل کړي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان د اړیکو مدیر اتټا ریبورن وايي:«زموږ د روغتیا د لومړۍ لیکې کارکوونکي هره ورځ د هغو ماشومانو درملنه کوي چې ژوند یې له خطر سره مخ دی. ځکه هغوی په ورځ کې یو ځل هم خواړه نه خوري، په افغانستان کې ماشومانو له جګړې او تاوتریخوالي پرته بل څه نه دي لیدلي. اوس د دې وخت نه دی چې نړۍ د افغانستان ماشومانو ته شا کړي.»

یو شمېر هغه ماشومان چې د کابل په واټونو کې پر درنو کارونو بوخت دي وایي چې فقر او بې وزلۍ ښوونځي ته د تګ پرځای په واټونو کې کار کولو ته اړ کړي دي.

کارګرې سونیا وویل:«زه خوښوم چې په کور کې واوسم؛ درس ولولم او کورس ته ولاړه شم؛ خو اړه شوې یم نه شو کولای، راځو او د سړک پر سر ماسک پلورم.»
 
بله کارګره مدینه هم وايي:«پلار مې ناروغ دی. په کور کې پنځه کسه دي، له سهاره تر ماښامه قلم پلورم؛ خو څوک پیسې نه راکوي.»

خو د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې د دغه کړکېچ د حل لپاره باید په هېواد کې له ماشومانو د مالي ملاتړ ځانګړي پروګرامونه رامنځته شي.
  
د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وايي:«د ماشومانو د مالي ملاتړ لپاره د یوه ځانګړي صندوق جوړېدل چې له حکومت او مالي مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ کې وي او همدارنګه له ماشومانو د ملاتړو بنسټونونو له خوا د کاري زمینې برابرول هغه موردونه دي چې کولای شي د ماشومانو د لوږې په حل کې اغېز ولري.»

د اقتصادي چارو شنونکی مزمل شینواری څرګندوي:«په اوږد مهال کې باید په دې کار وشي چې د خلکو اقتصاد ښه شي او کورنیو ته دندې پيدا شي چې وکړای شي خپلو ماشومانو ته کافي خواړه برابر کړي.»

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې ویلي و، چې کورنۍ د خپلو ورځنیو عایدو په کمېدو سره اړې شوې چې خپل ماشومان له کور نه دباندې کار ته ولېږي او اوس مهال په افغانسان کې یو مېلیون ماشومان د واټونو پر سر پر کارونو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه