Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ماشومانو د ژغورنې سازمان: د کارګرو ماشومانو شمېر ۳۸ سلنې لوړ شوی

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وایي، په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر د تېر کال پرتله ۳۸ سلنې زیات شوی دی.

په هېواد کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په تړاو لړ کې دا ځل د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ژغورنې سازمان په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

د دغه سازمان رییس طلوع نیو ته وايي، د مرستو کمښت او په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت له امله د تېر کال پرتله ۳۸ سلنې ماشومانو د واټونو پر غاړه کار کولو ته مخه کړې ده.

 د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ژغورنې سازمان عمومی رییس، ارشد ملک و ویل: «لکه څنګه چې ما مخکې وویل، د کارګرو ماشومانو شمېر ۳۸ سلنه زیات شوی دی او موږ په کابل او ننګرهار کې د خپلو پروګرامونو له لارې د هغوی ملاتړ کوو. اقتصادي وضعیت، د پانګونې کمښت، ناورینونه او دا چې افغانستان له اقلیمي بدلون سره مخ دی او دغه راز په بانکي چارو کې د ګډوډۍ اغېزو د افغانستان پر اقتصادي وضعیت او د ماشومانو پر وضعیت منفي اغېز کړی دی.»

یو شمېر کارګر ماشومان وايي، د اقتصادي ستونزو له امله مجبور شوي دي چې درنو کارونو ته مخه کړي.

کارګره ماشومه، مریم طلوع نیوز ته و ویل: ماسکونه پلورم، خویندې مې په کور وږې دي. اوړه نه لرو، غوړي نه لرو.

یو بل کارګر ماشوم، اجمل و ویل: موږ هم غواړو چې د نورو ماشومانو په څېر زده کړه وکړو.

 بلخوا دغه سازمان وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې له افغانستان سره ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

اسلامي امارت بیا وايي، مرستندویه بنسټونه دې له اسلامي امارت سره په همغږۍ مرستې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: افغانان په بېلابیلو برخو کې مرستو ته اړتیا لري، په روغتیايي، بېوزلۍ له منځه وړلو او کارموندنې په برخو کې د هغوی هڅې د ستاینې وړ دي.

تر دې وړاندې یونیسف په خپل راپور کې ۲۰۲۳ زیږیز کال په افغانستان کې د ماشومانو لپاره له ناورینه ډک کال بللی و او ویلي و، په افغانستان کې یو پر دریېمه برخه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

تر دې وړاندې یونیسف په خپل راپور کې ۲۰۲۳ زیږیز کال په افغانستان کې د ماشومانو لپاره له ناورینه ډک کال بللی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه