د امریکا او برېټانې په ګډون د اروپايي هېوادونو ۱۳ بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیه کې د حجاب په اړه د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړه د بشر د حقونو محدودېدل ګڼلي دي.
په دې اعلامیه کې له اسلامي امارته غوښتل شوي چې، پر ښځو د محدودیتونو لګول ودروي او پر هغو خپلو پرېکړو چې، د نجونو او ښځو حقونه محدودي، بیا کتنه وکړي.
د ښځو د حقونو فعاله فرح مصطفوي څرګندوي:«د افغانستان ښځې هیله لري چې طالبان دې د خلکو په عادي او ورځيني ژوند کې د لاسوهنې پر ځای ډېرو مهمو برخو لکه هوساینې او امنیت ته دې پاملرنه وکړي.»
له دې سره سم، د افغان نجونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې له دویچه ویله سره په مرکه کې پر افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو ډېرېدل د اندېښنې وړ بللي دي.
د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري څرګندوي:«په خواشینۍ سره چې، پر افغان ښځو د محدودیتونو لګول د پراخېدو په حال کې دي او دا په بشپړه توګه سیستماټيک دي. او لکه څنګه چې، یوې افغان ښځې راته ویلي، وضعیت ښه نه ښکاري. هغې ویلي، داسې انګېري چې، طالبان د ښځو پر وړاندې جنګېږي او زما په نظر دا هغه څه دي چې، باید وڅېړل شي. په افغانستان کې ښځې داسې احساس کوي چې، د اوسنیو حاکمانو له لوري کلابند شوي دي.»
خو اسلامي امارت بیا په هېواد کې پر ښځو د محدودیت مساله ردوي او سرپرست حکومت د ټولو افغانانو د حقونو ساتندوی ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«موږ دا ډول ادعاګانې او ګنګوسې چې د ښځو د حقونو د پښو لاندې کېدو په هکله خپرېږي رد وو؛ اسلامي امارت د هېواد د ټولو وګړو د حقونو ساتونکی دی.»
تر دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو که چېرې کابل د افغان نجونو او ښځو په تړاو خپله کړنلاره بدله نه کړي؛ نو واشنګټن به پر کابل فشارونه ډېر کړي.
په دې اړه مو اندونه