Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سراج‌الدین حقاني: کابل له امریکا او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني په تازه څرګندونو کې ویلي چې اسلامي امارت له امریکا او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.

ښاغلي حقاني له "سي‌ان‌ان" خبري شبکې سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال زیاته کړې، اوس‌مهال امریکا ته د دوښمن په سترګه نه‌ګوري او غواړي غواړي په راتلونکې کې د نړیوالو قوانینو او اصولو پر بنسټ له امریکا او نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ولري.

هغه د دې خبرو په دوام زیاته کړې، تېر شل کلونه د جنګ-جګړو دوره وه او په وینا یې کله چې د دوحې تړون لاسلیک شو په‌دې اړه یې نور خبرې نه‌دي کړي.

ښاغلي حقاني له سي‌ان‌ان سره په خبرو کې د نجونو د زده‌کړو په اړه ویلي: «هېڅوک د نجونو او ښځو د زده‌کړو خلاف نه‌دي او په  دې اړه به په نږدې راتلونکې کې ښه خبرونه شریک شي.»

ښاغلي حقاني ویلي دمکړۍ له لومړي تر شپږم ټولګي نجونې ښوونځیو ته ځي او پر داسې مېکانېزم کار روان دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم ښوونځیو ته لاړې شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دوحې تړون ته په اشارې په ټینګار سره ویلي چې دوی دې تړون ته ژمن دي او د افغانستان خاوره به هېڅ‌کله د چا پر وړاندې و نه کارول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه