د ملګرو ملتونو سازمان د افغان پناه غوښتونکو په وړاندې د خنډونو د لېرې کولو او همدارنګه افغانستان ته د هغوی د بېرته راستنېدو د زمینې پر برابرولو ټينګار کوي.
د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله د یوه پلاوي په مشرۍ د یکشنبې په ورځ کابله ته راغلې ده.
کیلي کلیمېنټس وايي، په دې سفر کې به د سرپرست حکومت له چارواکو سره د افغان پناه غوښتونکو د ستونزو د حل او افغانستان ته د هغو د بېرته راستنېدنې په تړاو خبرې وکړي.
اغلې کلیمېنټس زیاتوي:«په راتلونکو څو ورځو کې به د سرپرست حکومت له چارواکوسره په دې اړه خبرې وکړم چې، څنګه کولی شو د خلکو اړتیاې پوره او له هغو ملاتړ وکړو او همداراز څنګه کولی شو د هغو کسانو لپاره چې اوس په نورو هېوادونو کې دي او غواړي بېرته هېواد ته راستانه شي حل لارې ومومو.»
نوموړې دا مني چې، افغانستان له یاده ویستل شوی دی:«اوسنی وخت افغانستان او افغان ولس لپاره ډېر مهم دی. اوس داسې وخت دی چې، د نړۍ پام نورو موضوعاتو لکه، کډوالۍ، د نورو هېوادونو جګړې او ورته نورو شخړو ته دی. خو د افغان ولس اړتیاوې ډېرې مهمې دي او دا یو له هغو لاملونو دي چې، زه دغه هېواد ته راغلې یم.»
له بل لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، هره ورځ سلګونه افغانان له نورو هېوادونو بېرته هېواد ته راستنېږي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني وايي:«هغه فساد، شر، جګړه او ناامني چې وه ټوله ختمه شوې او د ورځې په زرګونه تنه افغانستان ته راځي»
د ملګرو ملتونو د مالوماتو پر بنسټ، دمګړۍ د افغانستان شاوخوا ۶ میلیونه کسان په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.
په دې اړه مو اندونه