Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولان: د خوست د ځنګلونو اور لګېدنه کابو شوې

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونه د خوست په ځنګلونو کې د اور له کابو کولو خبر ورکوي.

د دې وزارتونو چارواکي وايي، اور لګېدنې ځاني زیان نه‌دی اړولی، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت ویاند محمد نسیم حقاني زیاتوي: «لومړني معلومات دا دي چې د خلکو او ولایتونو ادارو له لوري اور لګېدونه کابو شوې ده.»

نوموړی وايي، د طبیعي پېښو د مخنیوي په برخه کې اړین ګامونه پورته کېږي. ښاغلی حقاني زیاتوي: «د ملابرادر اخند په مشرۍ د مبارزې عالي کمېسیون جوړ شوی او پرېکړه شوې چې د کرنې وزارت د چاپېریال ساتنې او پېښو ریاست او دا ادارې په ګډه په پلانونو کار کوي، څو په سیمو کې داسې ځایونه جوړ کړي چې د اور وژنې لومړني وسایل په‌کې وي.»

ورته مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین محسن وايي: «اور لګېدنه کابو شوې. درې جریبه ځمکه سوځېدلې، ونې سوځېدلي، خو په بشپړ ډول له منځه نه‌دي تللي او یوازې د ونو څانګې او پاڼې سوځېدلي دي.»

خو د خوست یو شمیر اوسېدونکي وایي، دا اور لا هم په بشپړ ډول نه‌دی کابو شوی.

د خوست اوسېدونکی عبدالهادي وايي: «اور ډېر تېز دی، په ځلونو مو اور کابو کړ، خو تېز باد بېرته اوس تېز کړ.»

د خوست اوسېدونکی ابراهیم وايي: «تېز باد بېرته اور تازه کوي، له دولته هیله لرو چې په کابو کولو برخه کې له ګاونډیو هېوادونو مرسته وغواړي.»

د حکومتي چارواکو په وینا دغه ډول اورلګېدنې د بېلابېلو لاملونو او په ځانګړې توګه د خلکو د نه پاملرنې له امله رامنځ‌ته کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه