Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نورستان په ځنګلونو کې د اورلګېدنې په کابو کولو کې بې وسي

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت مني چې دغه وزارت د نورستان ولایت په ځنګلونو کې د اورلګېدنې د کابو کولو وس نه لري.

ورته مهال طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د پېښې ځای ته د اور وژنې ډله لېږل شوې؛ خو په وینا یې د دغه اور د کابو کولو لپاره لازمي وسایل نه لري.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د بیړنیو عملیاتو د مرکز رییس ملاجانان سایق وايي:«موږ په دې باندې کوښښ کړی دی، اطفایه مو لېږلې ده. هڅې روانې دي کوښښ کوو چې اور کابو کړو، امارت دومره توان نه لري ځينې داسې ساحې لري چې هغه غر دی او موټر نه شي تلای اطفایه نه شي کولای هلته ورسېږي، له امارته مو جدي غوښتنه کړې ده چې طیارې راولي او موږ پر دې ځای باندې اوبه وشیندو، خو د دې هم امکان نه و؛ ځکه چې ډېره لېرې سیمه وه.»

له لسو ورځو راهیسې د لوېدیځ نورستان د نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور بل شوی دی. لا تر اوسه هم د دغې اور لګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو اړوند مسوولین وايي، چې، په دې اورلګېدنه کې تر اوسه پر شاوخوا ۱۸۵ جریبه ځمکه کې ځنګل سوځېدلی دی.

د سیمې اوسېدونکی:«داسې اور بل دی چې ډېر په شدت کې دی او د هوا تېزوالی هم په اوج کې و، دغه غرونه زموږ د خلکو د عاید یوه منبع ده»

د نورستان د نورګرام ولسوالۍ د شورا رییس مومند وايي:«پنځه شپږ ورځې سخت اور و، خلکو کوښښ وکړ چې اور مړ کړي خو باران نشته او سختې ورځې دي.»

ملاجانان سایق زیاتوي، که اړتیا پېښه شي له کاونډيو هېوادونو به په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وشي.

هغه زیاته کړه:«لومړی په خپله کوښښ کوو او تدابیر نیسو چې دا اور کابو کړو که چېرې کابو نه شوو. په راتلوونکي کې به له نږدې همسایه ممالیکو غوښتنه کوو چې له موږ سره همکاري وکړي.»

بل‌خوا کارپوهان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د دغې ملي شتمنۍ د له منځه تللو د مخنيوي لپاره عاجل اقدام وکړي او په دې برخه کې له ګاونډيو هېوادونو مرسته وغواړي.

کارپوهان 
په وروستيو څو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې د نورستان په طبیعي ځنګلونو کې په دومره لوړه کچه اور لګېدنه رامنځ ته کېږي. 
ځايي اوسېدونکي وايي، که سرپرست حکومت ژر تر ژره لاس په کار نه شي دا ملي شتمني به له منځه ولاړه شي.
 
د دغې اور لګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو اړوند مسوولین وايي، چې، په دې اورلګېدنه کې تر اوسه پر شاوخوا ۱۸۵ جریبه ځمکه کې ځنګل سوځېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه