Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د راستانه شویو سیاستوالو او چارواکو د امنیت د تامین په هکله د ا.ا ژمنه

اسلامي امارت د افغانستان د مخکیني حکومت د چارواکو او د هغو سیاستوالو د امنیت د تامین لپاره ژمن دی چې هېواد ته راستانه شوي دي.

د بهرنیو چارو زوارت سرپرست د دوشنبې په ورځ له یو شمېر هغو کسانو سره وکتل چې اوس اوس هېواد ته راستانه شوي دي، او هیله یې څرګنده کړه چې ټول افغانان بېرته هېواد ته راستانه شي.  په دې غونډه کې امیرخان متقي وایي چې ټولې نسخې تجربه شوي او وینه په وینو نه منځل کېږي. 

ښاغلی متقي د افغانانو تر منځ پر باور جوړونې ټینګار کوي:«اوس د دې وخت راغلی دی، چې ګذشت وکړو یو بل ته له هر څنه تېر شوو، په کومو خبرو مو چې وعدې کړې دي هغه پوره کړو، حتا موږ ته یې دا ویلي چې څوک هېواد ته راځي او هغوی ته زمینه مساعده وئ د خدای خاطر وکړئ اول یې امنیت ته ښه توجه وکړئ، چې سبا وعده خلافي رانه شي.»
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، هر څوک چې د عمومي بښنې له فرمان وروسته جرم وکړي، ځواب ویونکی به وي. 

د ښاغلي متقي په وینا، په هېواد کې له سیاسي او اقتصادي پلوه وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی.

هغه وايي:«چې څوک د اسلامي نظام او اسلامي امارت مخالفت کوي هغه ستایل کېږي، خو څوک چې وطن ته راشي د شا له خوا د خاین او د اختلاس ګر او د اداري فساد او نورې نورې ټاپې په لګول کېږي. موږ پوهېږو چې لویه توطیه او غرض د دښمنانانو دا دی چې افغانان سره نږدې نه شي.»

د عدالت او پراختیا ګوند مشر سید جواد حسیني څرګندوي:«که چېرې اسلامي امارت په دې بریالی شي چې د افغانستان سیاسي مشران له بهره هېواد ته راستانه کړي، لازمه ده چې په لومړي سر کې له افغانستانه بهر د سیاسي مشرانو سیاسي فعالیتونه دننه په هېواد کې ازاد اعلان شي او په دې برخه کې هغوی ته خوندیتوب ورکړل شي.»

بل خوا له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند وایي چې د مخکیني حکومت تر ۱۰۰ زیات چارواکي او سیاستوال به په نږدې راتلونکې کې هېواد ته راستانه شي.

د ده په وینا، د دغو کسانو په ډله کې یو شمېر هغه مېرمنې هم شاملې دي چې په مخکیني حکومت کې یې په لوړو پسټونو کې کار کاوه.
       
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وویل:«تر سلو زیاتو کسانو هغوی هغه فورمې چې د دوی مشخصات په کې ثبتېږي، دغه فورمې یې ترلاسه کړې دي او خپل جزیات یې ثبت کړي دي او بېرته یې موږ ته رالېږلي دي. موږ اوس په دې باندې بوخت یوو چې د دوی د ویزې او د دوی د راتګ لپاره زمینه مساعده شي.»

د شمېرو له مخې، له نږدې یوې میاشتې راهیسې تر ۱۵۰ زیاتې سیاسي څېرې او د مخکیني حکومت چارواکي هېواد ته راستانه شوي دي. 

د مخکیني حکومت د پوهنې وزیر فاروق وردګ، د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر امیرزی سنګین هغه کسان دي چې هېواد ته راستانه شوي دي.

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند وایي چې د مخکیني حکومت تر ۱۰۰ زیات چارواکي او سیاستوال به په نږدې راتلونکې کې هېواد ته راستانه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه