Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخاب کې ناامنۍ؛ په لسګونه کورنۍ بې ځایه شوي

د سرپل بلخاب ولسوالۍ کې د وروستیو نا امنیو له امله، لسګونه کورنۍ د بامیانو یکاولنګ ولسوالۍ ته کډه شوي دي.

په دغو بې ځایه شویو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي چې دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

په وروستیو اوونیو کې په بلخاب ولسوالۍ کې د خراب وضعیت په هکله رپوټونه خپاره شوي دي.

بې ځایه شوې سلیمه وايي:«زموږ هر څه په دښته کې پاتې دي، تر دې ځایه په لوڅو پښو رارسېدلي یوو، هر څه مو د له منځه تلو په حال کې دي.»

یوه بله بې ځایه شوې هم څرګندوي:«درې تر څلورو شپې مو په غرونو کې په تېرو او شګو کې تېرې کړې دي، نه مو ډوډۍ پيدا کړه او نه هم اوبه.»

دغو بې‎ځایه شویو کورنیو کې یوې کورنۍ د لوږې او سړې هوا له امله خپل څلور ماشومان له لاسه ورکړي دي.

بې‎ځایه شوې ګلبدن وویل:«ماشومان مې مړه شول، وږي تږي پاتې شوو، اوبه مو پیدا نه کړئ.»

د سرپناه او خوراکي توکو نشتون، د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسی د دغو بې‎ځایه شویو پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې دي.

دوی وایي، د یوې اوونۍ په تېرېدو سره یې لا تر اوسه هېڅ مرستندویه بنسټ لاسنیوی نه دی کړی.

بې‎ځایه شوی احمد حسین وايي:«په هرې دره کې چې راتلو څه باندې زرو کورنیو ډوډۍ، او د شپې اغوستو څه نه درلودل، دولت باید له هغوی سره مرسته وکړي، که چېرې مرسته ونه کړي ټول به یې مړه شي.»

د دغو بې‎ځایه شویو کره شمېر نه دی معلوم، ومو غوښتل په دې اړه د بامیان د سیمه ییزو مسوولینو نظر واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره سره خبرو ته حاضر نه شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه