په غزني ولایت کې یو شمېر نارینه زدهکوونکي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر نه پرانیستل کېدو نیوکه کوي او له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځیو دروازې پرانیزي.
په غزني ولایت کې نارینه زدهکوونکي له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو پر مخنیوي نیوکه کوي او له اسلامي امارته غواړي چې بېله ځنډه د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
زدهکوونکی محمد ادریس وايي: «موږ خپلو خویندو ته په کور کې درس ورکوو، له اسلامي امارته مو یوازېنۍ دا غوښتنه ده چې د اسلام په چوکاټ کې د نوجونو ښوونځي پرانیزي.»
زدهکوونکی سید محمد وايي: «له شپږم ټولګي پورته ښوونځي دې پرانیستل شي، تر څو زموږ خویندې د اسلامي قوانیو لاندې خپلو ښوونځیو ته لاړې شي او یو ټکی زدهکړي او د دوی وخت ضایع نهشي.»
پر دغو زدهکوونکو سربېره یو شمېر ښوونکي هم دې ته ورته غوښتنه لري. د دوی په باور، له زدهکړو د نجونو لیرې پاتې کېدل به له زده کړو د لازیاتو نجونو د بېبرخې کېدو لامل شي.
ښوونکی حشمت الله حاذق وايي: «که یوه نجلۍ، یوه ښځه او یوه مور لوستې وي، پهدې مانا چې ټوله ټوله لوستې ده.»
ښوونکی نجیب الله احمد وايي: «که یوه ښځه لوستې وي، یوه ټولنه به لوستې وي. لوستې ټولنه له نالوستې ټولنې سره ډېر توپیر لري.»
پهدې لړ کې په دې ولایت کې دیني عالمان هم د نجونو پر زدهکړو ټینګار کوي او د نجونو زدهکړې د هېواد په ګټه بولي.
دیني عالم علي یزداني وايي: «یوه مور چې لوستې وي، علم او پوهه لري، کولای شي قران ولولي او همداراز د پیغمبر (ص) احادیث ولولي. دا ډول ښځه د یوې نالوستې ښځې پرتله د خپلې کورنۍ او اولادونو د تربيې لپاره بریالۍ ده.»
دا په داسې حال کې ده چې څه د پاسه لس میاشتې کېږي، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو بېبرخې دي او له کورنیو او بهرنیو فشارونو سره-سره، تر اوسه د نجونو ښوونځیو د پرانیستو لپاره عملي ګامونه نهدي پورته شي.
په دې اړه مو اندونه