د کابل په تفریحي ځایونو او پارکونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوې ده.
یو شمېر هېوادوال چې د لوی اختر په ورځو کې پارکونو او تفریحي ځایونو ته ورغلي، په پارکونو کې د خلکو د کمرنګه حضور لامل د اسلامي امارت له لوري لګول شوي محدودیتونو ګڼي.
د قرغې بند چې د کابل ولایت یو شمېر اوسېدونکي د تفریح لپاره راځي، خو د تېر پر تله پهدې اختر کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره کمه ده.
دا وضعیت یوازې په قرغې بند کې نهدی؛ بلکې د کابل په ډېریو نورو پارکونو کې هم همدغه وضعیت دی.
د حبیبالله ځاځي پارک مسوول اقتصادي ستونزې او د اسلامي امارت له لوري لګول شوي محدودیتونه په تفریحي ځایونو کې د پیکه کېدو اصلي دلایل بولي.
د پارک مسوول حبیبالله ځاځی وايي: «لومړی د اقتصادي ستونزو له امله خلک کار او پیسې نهلري، بل لامل یې د اسلامي امارت لهخوا لګول شوي محدودیتونه دي چې له امله یې په پارکونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوې ده.»
د کابل اوسېدونکی احمد بلال وايي: «پخوانۍ لېوالتیا نهده پاتې، د پخوا په څېر په کابل کې اختر نه لمانځل کېږي، پخوا به د ښار په پارکونو کې د ګرځېدو ځای نه و، خو اوس هېڅوک نهشته. ښځې، هېڅوک نشي کولی له خپلې کورنۍ سره راشي.»
خو ځینې کسان چې د تفریح لپاره پارکونو ته راغلي په هېواد کې امنیت ښه ګڼي.
د کابل اوسېدونکي حياتالله حيات وايي: «خوشاله يوو چې د اختر لومړۍ ورځ مو په سوله او اخلاص سره، هزاره، پښتون او تاجک په ګډه ولمانځله.»
د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین په دغو پارکونو کې خلکو ته تبلیغ کوي. یو شمېر نجونې او ښځې بیا وايي، نه ښايي پر خلکو ډېر محدودیتونه ولګول شي.
د کابل اوسېدونکې ثناء وايي: «په تفریحي ځايونو او پارکونو کې بايد زيات محدوديتونه و نه لګول شي. موږ دلته د حجاب په اغوستلو راځو او هغوى هم بايد اجازه راکړي چې داسې ځايونو ته ورشو.»
د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د پارکونو مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې د اختر په ورځو کې هم د نارینه او ښځینه و تفريحي ځایونه بېل کړي.
په دې اړه مو اندونه